ټولنیزه برخه

د فیسبوک د کاروونکو لپاره ځیني د پام وړ ټکي

حیات پکتیاوال –

نړۍ چې د ټولنیزو رسنیو د رغنده رول او د خلکو تر منځه یې نړیوالو اړیکو واټن او فاصله د یو کلي په څیر ګرځولې، او د دنیا ټول وګړي خپل دین، هېواد، قوم، ګوند او نظریاتو لپاره په دې رسنیو کې لاس په کار او بوخت دي، له همدې ځایه ده چې موږ ته د ټولنیزو رسنیو کې خپل حضور او د خپلو نظریاتو او د غږ د اوچتولو تر ټولو نږدې، پراخ او په لنډ مهال کې یې تر نورو د رسولو لپاره غوره وسیله ګڼو، موږ ته په کار ده چې له دې وسیلې څخه روغه او سالمه ګټه پورته ګړو، داسې نه چې د څه لپاره فیسبوک کارو، د خدمت په ځای مو ورته تاوان او صدمه رسولې وي.

اسلام ستر لارښود محمد (ص) فرمایي:

وَمَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ فَلْيَقُلْ خَيْرًا أَوْ لِيَصْمُتْ (متفق عليه)
ژباړه: څوک چې پر الله(ج) او د اخرت پر ورځ  ایمان لری، نو ښې خبرې دې کوي، کنه چوپ دې شي

د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په دې زرینه وینا کې یو بلا حکمتونه نغښتي، ځکه ډیری ځل یو کس د دې په ځای چې د یوې لیکنې او خبرې په کولو سره  د الله (ج) رضا تر لاسه کړي، برعکس په خپل لاس د نورو د خوښیو او د یو څو لایکونو د ترلاسه کولو لپاره لوی الله (ج) نا راضه کوي، او کله کله دا خبره دومره له پولې واوړي  چې انسان د خپلو عقلاني او نفساني غوښتنو له امله د یو څو تورو په لیکلو ځان د هغه حدیث مصداق ورګرځوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

عَنْ أَبَي هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: بَادِرُوا بِالْأَعْمَالِ فِتَنًا كَقِطَعِ اللَّيْلِ الْمُظْلِمِ، يُصْبِحُ الرَّجُلُ مُؤْمِنًا وَيُمْسِي كَافِرًا أَوْ يُمْسِي مُؤْمِنًا وَيُصْبِحُ كَافِرًا يَبِيعُ دِينَهُ بِعَرَضٍ مِنْ الدُّنْيَا. رواه مسلم
له ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی هر وخت نیک کارونه کوي ! ځکه چی د تورو شپو په څیر فتنی را روانی دی  چی سهار به یو سړی مسلمان وی او بیګا به کافر وی او بیګا به مسلمان وی او سهار به کافر وی او خپل دین به د دنیا په لږ متاع یا مال خرڅوي. رواه مسلم

دې حدیث کې لږ ځیر شئ، چې ایمان څومره باریکي لري؟!

ځکه ډیر ځله یو کس داسې څه وایي او لیکي چې، ځان ورته تر نورو ښه مسلمان ښکاري، خو په حقیقت کې د هغو ویلو او لیکلو له امله د ایمان له دایرې څخه وتلی وي (العیاذ بالله)

نو کوښښ په کار ده چې له ټولنیزو رسنیو په کارولو کې، له پوره دقت او احتیاط څخه کار واخلو، او له دې جال څخه داسې ګټه پورته کړو چې د اسلام په چوکاټ کې خپل غږ تر نورو ورسو، او هم د معلوماتو د ترلاسه کولو ترڅنګ ، نورو ته خپل دیني، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز معلومات ورسوو.

غواړم دلته څینې هغه لارښوونې او د پام وړ ټکي در سره شریک کړم چې د نورو او خپلو تجربو ته په کتو مې را ټول کړي:

۱- د حق د ملګرتیا او ژوندي کولو کې کوښښ وکړئ.

۲ـ د باطل د مخالفت او مقابلې کوښښ وکړئ

۳ـ د حرامو عکسونو او ویډیوګانو له خپرولو ځانونه وساتئ

ډیر کسان وینو چې د بل چا څخه داسې شیان شیر کوی چې هغو کې په څرګند ډول د اسلام سپکاوی شوی وي لکه: بې ځایه ځایونو کې د قران کریمونو اچول، په په داسې بیرغ دریدل چې هلته په کې کلیمه لیکل شوې وي، لکه څرنګه چې د یادو شیانو جوړول او سرته رسول ګناه ده، په همدې توګه یې شیریک کول هم جرم او ګناه ده.

۴ـ له داسي ټوکو او خبرو ځانونه وساتې چې دین، دیني شعائرو، قومونو او اشخاصو ته په کې سپکاوی وي،.

۵ـ له بې ګټې بحثونو ځانونه وساتئ

۶ـ له اوازو او دروغو خپرولو ډډه وکړئ او د نورو دروغ او اوازې هم مه نقلوئ

البته په کومو ځایونو ګې چې دروغ روا وي بیا څه باک نه لري لکه: د دوو کسانو تر منځه د روغي لپاره او یا د جهاد په لیکه کې د دښمن د کمزوری کولو لپاره.

۷ـ هغه حدیثونه، روایات او کیسې خپروئ چې کره او مستند وي، داسې نه چې څه په مخه درځي او خپروی یې، کوښښ وکړئ چې دینی مسله یو ځل له یو دیني عالم سره شریک کړئ، ځکه ډیرې کفري موسسې په دې لګیا دي چې مسلمانان په خپل پاک دین کې شکمن کړي.

۸ـ داسي څه خپروئ چې د خلکو دیني او دنیوي ګټې په کې وي

۹ـ هرې کلمې ته مو متوجه اوسئ داسې هیڅ خبره مه خپروئ چې په اخرت کې درته پيټي ګرځي.

۱۰ـ ځانونه د خیر او ښو کیلیانې وګرځوئ او کوښښ وکړئ چې د شر او بدو مخه ونيسئ.

۱۱ـ کوښښ کوئ هر څه یو ځل د دین او اسلام په اصولو کې وګورئ او بیا یې نشر ته وسپارئ، داسې نه چې څه مو عقل او نفس درته وایي او تاسو یې لیکئ او خپروئ، ځکه مخکې مو د پیغمبر (ص) حدیث ذکر کړو چې انسان سهار مسلمان او بیګاه کافر وي….

۱۲ـ دیر ځله به مو د یو چا پوسټ لیدلی وي چې ویلي یې وي: په دغه کس یو یو لعنت ووایاست او یا ستاسو هر لایک د ده لپاره یو لعنت ده……… ګورئ په یو چا لعنت ویل په اسلام کې حرام ده، که څه هم هغه کافر وي،( دا چې ولې دا ځان ته یو اوږد او فقهي څېړنه ده) نو څه فکر کوې چې په یو کافر لعنت ویل جواز ونلري ایا په داسې یو چا به لعنت ویلو ته څه پرتوګ او روا والی پیدا کړې چې هغه یوازي ستا د یو پوسټ مخالفت کړی وي؟!

۱۳ـ که مو املاء زده نه وي، کوښښ وکړئ چې د نورو د لیکنو په لوستو سره هم معلومات او هم املاء زده کړئ، او که څه لیکلی نه شئ نو د نورو غوره ویب پاڼو او لیکوالانو لیکنې او د خپل اړونده صف خبرونه خپروئ.

۱۴ـ په حقایقو ولاړو او اسلامي لیکنو ته تل کوښښ کوئ چې لایک ( خوښونه) او کمنټ( تبصیره) وکړئ، ځکه په دې سره هغه لیکوال نور هم هڅول کیږی، او په دې کې دې ته مه ګوره چې هغه ولې زما لیکنو ته لایک او کمنټ نه دی لیکلی.

۱۵ـ د بل چا پر وال ( دېوال) بې د هغه له اجازې څخه څه شی مه پورته کوه، که څه هم غیر اسلامي نه وي، ځکه دا د یو شخصي حریم مثال او بیلګه ده.

۱۶ـ په مستعارو نومونو که څوک په اسلامي خوځښتونو ، عالمانو او اشخاصو نیوکې او پر ضد یې تبلیات کوي، ته مه مایوسه کیږه، ځکه دا ډول کسان مستقیم د کفري نړۍ د سازمانونو او سفارتونو له لوري تمویلیږي، او یو کس په شلو او سلو نومونو د دنیاوي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره دا ډول کړنې کوي او دا په دې دلالت نه کوي چې دوی په اکثریت کې دي.

۱۷ـ هیچا ته په سپکو الفاظو ځواب مه ورکوه، ځکه د کامل، تقوا لرونکي او فاسق توپیر په همدې کې ده، موږ باید هغه اخلاق او الفاظ وکارو چې اسلام یې اجازه را کوي،

۱۸ـ هیڅکله هم داسې څه له ځانه مه لیکی او خپروئ، چې یو دیني حکم او فقهي مسلې پورې اړه لري.

۱۹ـ کوښښ وکړئ چې داسې کسان درسره ملګري کړئ چې ستاسو د نظر مخالف وي، کېدای شي ستا د لیکنو له امله حق ورته څرګند شي او یا یې ته د نیو څخه په الهام اخیستو، د خلکو شکونه په ځوابي لیکنو ځواب کړې.

۲۰ـ دا چې اسلامي امت خورا او تر ټولو په سختو بحرانونو کې ښکیل ده، او د اسلام د دښمنانو له لوري په یو او بل نوم ټکول کیږي، نو کوښښ وکړه چې د امت او اسلام د علیا مصالحو لپاره خپل خدای درکړی استعداد وکاروې، د مذهبي اختلافاتو څخه لرې اوسه، او که څوک د مذهب او فرعي مسلو له امله د یو او بل په ضد داسې لیکنې کوي چې د مسلمانانو تر منځه د تفرقې سبب کیږي، پوه شه چې که دا د هر لوري څخه ځان استازی بولي، استازی نه بلکې د کوم سفارت له لورې ورکړل شوې دنده ده، چې موخه یې د مسلمانانو توجه او پاملرنه بل لورته اړول او مسلمانان په خپلو کې په فرعي مسایلو بوخت ساتل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x