سوریه واله ماشومه ترکي ډاکټرانو ته: زما سترګې درواخلئ زما پلار ته یې ورکړئ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۹مه، ۱۳۹۴ ل): سوریه کې د جګړې له بلو لمبو د ځان ژغورلو په نیت د “مأمون خالد ناصر ” کورنۍ پریکړه وکړه چې خپل هیواد پریږدي او ګاونډي هیواد ترکیې ته مهاجر شي، دوی په ترکیه کې د هاتی ولایت “الریحیانیة” نومي ځای ته مهاجر شول، دوی د سوریه د ادلب ښار اوسیدونکي وو، د دې کورنۍ سرپرست 27 کلن مأمون د سوریه حکومت د چاودیدونکو برمیلونو په اورولو کې سخت ژور ټپونه وخوړل، په سترګو ړوند، د ښي لاس ګوتې یې پرې شوې، او د اوریدلو ځواک یې هم له لاسه ورکړ.

دوه میاشتي کیږي مأمون له خپلو پنځو اولادونو، مور او ميرمني سره په ترکیه کې اوسي، د مأمون مور “وفاء عواد ” وایي: زوی مې یو کال مخکي د نورو خلکو غوندي روغ رمټ و، پخپلو پښو ګرځیدی او لیدل یې، خو اوس هغه په بستر پروت دی، نه ویني او نه اوري او نه د ژوند چارو پرمخبيولو وس لري.

د مأمون مور زیاتوي: موږ په خپل هیواد سوریه کې نور ژوند نشوی کولی او د خپلو اولادونو او ځانونو د ژوند ژغورلو له پاره دلته رامهاجر شوو. دلته مو هم د ژوند سختۍ پریمانه دي، زه د خپلو پنځو لمسو له پاره هیڅ نه لرم، د ګاونډیو په مرسته چلیږو، هغوی چې د خوراک له پاره څه راکوي هغه خورو.

د مأمون کورنۍ ټوله د خپل سرپرست په دې سخت حالت ډېره کړیږي، هغوی که د خپل سرپرست مأمون په دې حالت سره له یوې ګولې ډوډۍ ترلاسه کولو محروم شوي دي نو اوس د ده سختیو او له کړاوه ډک ژوند ته هم خپه دي، د مأمون د ټولې کورنۍ بلکي د سوریې د زوریدلې ولس روان کړاوونه د هغه د پنځه کلنې لور په دې څو جملو کې ښه لیدلی شو، د مأمون پنځه کلنې لور ترکي ډاکټرانو ته په ټينګار او ژړا کې وویل: پلار مې په ما ډېر ګران دی، هغه چې په دې حالت کې په بستر پروت وینم سخته ورته خپه کیږم .. هغه چې نشي کولی ما وویني.. نو ډېره ورته خپه شم .. زما خبره واورئ! زما سترګې دروکاږئ .. او زما پلار ته یې ورکړئ .. څو وکولی شي ما وویني .. او ما په غیږ کې ونیسي .. الله دې زما د پلار سيوري زموږ پر سر لري، ځکه زه له هغه سره ډېره مینه لرم …

syrian gril 1

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

زه پوهیږم چه نړی د مظلومانو او ظالمانو به دوه هیوادو ویشل شوی ، هغه چه ظالمان دی دآ او داسی نور په میلونو وحشتونه او ستونزه یی مظلومانو ته پیښی کړی او پیښوی ، او د دی ټولو مظالمو پړه هم په مظلومانو ور اچوی ، رحمان بابا وایی ( زړه یی مه ګڼه تور کاڼی د صحرا دی په لیدو د زخمی زړه چه زخمی نه شی ) باور وکړه چه د دغه جینی دی خبری زه دومره ودردولم او وژړولم ، اخر دا څه روان دی ، دا خیر چه کفار زمونږ سره نه کوی مګر ماته… نور لوستل »