ادبي لیکني

په ټوله کې نثر دپخوا په پرتله قوي شوی (له نعمان دوست سره مرکه )

مرکچي – دادمحمد ناوک

ناوک: دوست صيب لنډه کيسه واقعيت دى ،که خيال او که دواړه؟

دوست: دواړه کېدای شی او يا د دواړو امتزاج وی. خو مهمه داده چې که خيال هم وي بايد داسې وړاندې شي چې واقعيت و بريښي. يواځې واقعيت هم مهم نه دی. شايد تاته څوک ووايي: د دوه ريل ګاډو د ټکر له امله ۱۰۰ کسان ووژل شول، دا که واقعيت هم وي خو دومره تاثير نه لری. اما که يو ليکوال د يوه سوالګر مړی د خيال پر مټ انځور کړي شايد زړه دې ولړزوي.

 

ناوک: څه فکر کوئ، کيسه ليکنه د ټولنې کومه اړتياده،او که د ليکوال ذوقي پالنه؟

دوست: دواړه دي، که کيسه داسې وي چې يو فکر وړاندې کړي، د خلکو زړونه صيقل کړي نو دې ته هر وخت اړتيا ده. همدارنګه د ليکوال ذوقی پالنه هم ده. يو څوک رباب سره شوق لري، يوازې ناست وي او نغمې غږوی. خپل روح تسکينوي، خپل دردونه پرې کموی. همدغه شان ليکوال کله ناکله تر يوه بوج لاندې راشي او تر هغه پرې بوج وی چې تر څو يې له چا سره شريک کړی نه وی. نو ليکوال اړ شي کيسه وليکی او په دې نيت چې خلک يې ولولي او د ده د زړه اواز واوري.

ناوک: په کيسه کې تر ګردو مهم توکى کوم دى، چې په نه شتون يې کيسه، کيسه نه بلل کېږي؟

دوست: د کيسې ټول عناصر سره تړلی دی. د نه شتون په صورت کې يې تشه محسوسېږي. خو چې تاسو تر ګردو مهم ټکی وښود، نو هغه پلاټ ( خاکه) ده ځکه پرته له دې کيسه تصور کيدای نشي.

ناوک: ښه کيسه لوستونکى بايد کومې ځانګړنې ولري؟

دوست: ښه، کيسه بايد په ارام چاپريال کې ولوستل شي داسې چې ټول ذهن مطالعې ته متوجه وي. ځکه د کيسې خوند په الفاظو کې هم وی او په موضوع کې هم بايد دواړه خوندونه واخېستل شی. بله دا چې مبتدی لوستونکی بايد ډېرې لوړې کيسې ونه لولي ځکه خوند ترې نشی اخستلی. لکه يو نا لوستی چې د ميرزا خان انصاری يا کاظم خان شيدا له اشعارو خوند نشي اخېستلی.

ناوک: ځينې ليکوال داسې کيسې ليکي چې ډېرى لوستونکي يې يواځې د شهواني تسکين په تمه لولي، ايا دغسې کيسې د پردي فرهنګ زېږنده دي او که واقعيت وړاندې کول؟

دوست: نه، شهوانيت په هره ټولنه کې شته ( خو څوک حال وايي څوک يې نه وايي) د ا د انسانانو او حيواناتو مشترکه غريضه ده. زموږ د ټولنې غوښتنه داده چې دغه غريضه مړه کړو، يا يې په روا توګه مشبوع کړو او يا يې لږ تر لږه پټه وساتو. خو شايد په نورو ټولنو کې دغه کلتوري او مذهبي سرحدونه نه وی. زموږ ليکوال بايد له ځانه پوښتنه وکړي چې دا څه ليکم؟ ايا دا خو له کوم ارزښت _هغه که کلتوري وي که مذهبي_ سره په ټکر کې نه دی؟ کله چې ځواب هو و ، بيا دې يې وليکي او بل دا چې ليکوال بايد په دې فکر کې هم وي چې زما ليکنه خلکو ته څه وړاندې کوي؟ ايا هغوی ته ګټه رسوي او که نه ؟

ناوک: که لنډه کيسه نه وى، ايا په ادب کې به  کومه تشه محسوسېدله؟

دوست: که له سره نه وای هيڅ خبره نه وه اوس چې شته او خلک ورسره اشنا دي نو که نه وي يوه تشه رامنځ ته کېږي.

ناوک: روان نثري بهير څنګه ارزوئ؟

دوست: عمومي قضاوت نشم کولای ښه تکړه نثر ليکونکی هم لرو او ښه کمزوري هم . خو په ټوله کې نثر د پخوا په پرتله قوي شوی دى.

ناوک: مبتدى کيسه ليکوال ته کومې سپارښتنې لرئ؟

دوست: اول دې ښه مطالعه وکړي د کلماتو ذخېره دې ډېره کړي، له جمله بندی سره دې ځان اشنا کړي، تصوير جوړونه دې زده کړي او …. بيا دې ليکنه شروع کړي.

ناوک: کور مو ودان.

 دا هم د ښاغلي نعمان دوست يوه لنډه کيسه:

کوڼ

چې څنگه مې ور بېرته کړ او د خونې په دېواله مې سترگې ونښتې، خوله مې پرې خلاصه کړه:

(( با با ! څه لټ د خداى يې؟ دومره خو ناتوانه، نه يې له سهاره په دې يوه دېواله نښتى يې، تر اوسه يې اخېړ تمام نه دى د کوټې له دېواله دې د برلين دېوال جوړ کړى، بدبخته! ))

هغه يواځې د وره بېرته کولو په وخت کې سترگې راواړولې،له دېواله د هغه مخ ډېر په خټو لړل شوىو. بېرته يې مخ واړو، د گل مالې له مخه يې په لاس خټۀ لرې کړه او بيا يې پر دېواله راکش کړه.

ما ور په گړزسره پورې کړ او په زوره مې وويل : که تر مازيگره دې کار خلاص کړى نه و، بيا راته په وره قدم کې نږدې.

که څه هم د هغه گناه نه وه، د دېوالونو پخڅې کږې وږې او ناوارې وې، هغه کې هم پخوانى زور نه و پاتې، سپين ږيرى شوى و، خو ماته هم د مزدورانو کمى نه و، هره ورځ به د وره مخ کې راته څو تنه د کار په تمه ولاړ وو.

او بل ما خپلې سپکې سپورې او هر څه اپلتې ځکه بې پروا ويلې، چې هغه په کلي کې په کوڼا ماما مشهور و او د کوڼا ماما لقب هغه ته دومره شهرت ورکړى و چې اصلي نوم يې له خلکو هېر و.

کله کله به مې چې ډېر رد و بد ورته وويل او بيا، چې به مې د هغه په سپينه تار تار ږيره نظر ولگېد، وبه شرمېدم؛ ځکه زه د هغه مخ کې لوى شوى وم؛ خو بيا به مې له ځانه سره وويل: هسې هم کوڼ دى نه يې اوري.

×××

شپه مې پخواني کور کې تېره کړه او سهار وختي نوي کور ته لاړم، سيده د هماغې خونې په لور وخوحېدم، چې څنگه ورنږدې شوم نو هغه له کوټې راووت، په سره گلداره دسمال يې ملا شخه تړلې وه او په خټو ککړ سطل يې لاس کې و.

چې زه يې وليدم سطل يې کېښود، مخامخ خونې ته يې لاس ونيو، سر مې ور دننه کړ، ډېره ښه يې اخېړ کړې وه.

زړه مې وې راځه مننه ترې وکړه او پرونۍ بخښنه ترې وغواړه؛ خو دا کار راته د ځان سپکاوى ښکاره شو.

هغه زما سترگې څارلې او چې کله يې په کې د غوسې نښې ونه ليدې نو رنگ په کې وچلېد، د شونډو له منځه يې ژېړ غاښونه ښکاره شول اوبيا يې د خټو سطل پورته کړ.

هغه نن يو ساعت مخکې په کار پيل کړى و، زه هم تر ډېره وخته ورسره ولاړ وم او د هغه کار مې کاته، ښه په بېړه يې لاس خوځاوه.

د کوټې  دېوال يې نيمايي خلاص کړ، گل ماله يې کېښوده، په خټو ککړ لاس يې جام له گړى ډک او په سر يې راواړو.

غوښتل يې چې لږ ساه واخلي؛ خوچې په ما يې سترگې ولگېدې، چټک جگ شو او سطل يې بيا له خټو ډک کړ، زما سترگې لا هماغه شان په دېواله نښتې وې، چې شاته مې د رب شو او چې ځان ته مې وکتل نو جامې مې د خټو له خاپونو ډکې وې.

زر جگ شو او چې زما سپين کالي يې په خټو وليدل، په رپا شو، ما بيا سترگې پرې راووېستې په غضب ککړ شې، کوڼ خو خداى ( ج) کړې په دې سترگو دې څه بلا ولگېده؟ او بدبخته! هغه هماغه شان رپېده .

ما وې دا دى پوره نهه بجې دي، زه کور ته ځم ، کالي بدلوم او ځان سره د غرمې ډوډۍ هم راوړم، که تر هغه وخته اخېړ خلاص نه و بيا گيله ونه کړې.

کورته راغلم، کالي مې بدل کړل، چاى مې وڅښه او چې کله د ساعت ستن په دوولسو درېدله نو دېگ بخار، کاسې او ډودۍ مې راواخيستل روان شوم ، موټر مې د کلا مخې ته ودراوه، شيان مې راښکته کړل، د انگړ د منځ په سوپه کې مې په اوار گيلم کېښودل او بيا مخ په خونه غلى غلى روان شوم.

هغه هماغه شان په بېړه لگيا و، چې زما سيورى يې وليد مخ يې راواړو:  ډېره خواري مې وکړه و الله که مې دمه کړې وي دا  دوه لوېشتې ځاى پاتې دى نور ختم دى.

ما غږ ونه کړ، زړه مې نرم شو او بېرته ووتم، دسترخوان مې وغوړاوه، کاسه کې مې ډودۍ ماته کړه، هر څۀ مې برابر کړل، ور نارې مې کړې: ماما راځه پرېږده يې ! هغه له کوټې غږ کړ ښه ده بچى کار هم تمام شو.

د ده غږ نه و ، سم توپان و د شرم خولې مې پر بدن راماتې شوې. هغه راووت، له ملا يې دسمال خلاص کړ او باندې لښتي کې د مخ او لاسونو په وينځلو لگيا شو.

ما ته خپلې تېرې سپکې سپورې يوه يوه رايادېده، دواړو په يوه کاسه شروع وکړه، هغه وويل بچى ! تا به جلا خوړلې وه، ما سره به مزه در نکړي، مزدور سړى يم.

خو زما سترگو د پورته کتلو وس بايللى و، ډودۍ مې په څه خوارۍ وخوړه، دسترخوان مې ټول کړ، د هغه پياله مې له شنه چايه ډکه کړه، زړه مې غټ کړ: ماما!  ما پرون څومره په زوره خبرې کولې ، يوه دې هم وانه ورېده، نن دې اول غږ واورېد او بيا له کوټې راووتې؟

هغه ماته ځير ځير وکتلې، په ږيره يې لاس تېر کړ، موسکى شو او بيا يې سترگې اخوا دېخوا وگرځولې:

گله زه کوڼ يم، بايد کوڼ وه اوسم، خو ستا پرونۍ خبره دروغ وه، زه خداى نه يم کوڼ کړى ما … غلى شو.

د زړه درزا مې نوره هم زياته شوه ، ماوې که په ځمکه ننوتم خو کا ر شوى و.

ښه شېبه دواړه غلي وو، ما بيا فکرپه ځاى کړ .

نو چاکوڼ کړې؟ هغه بيا څو ځلې له نظره تېر کړم : چې نه مې پرېږدې نو غوږ شه.

کله چې له بدې ورځې ، ماته خپل کلي کې د ناستې ځاى پاتې نه شو، نو ستا سو کلي ته په کډه راغلم  ماته هېڅ پاتې نه شول خو يواځينى شى ، چې راسره و زما غيرت و .

دې کلي کې مې ډېرې ترخې شپې تېرې کړې ، په لومړي وختوکې ، چې به چا کارته بوتلم ، چې سپکه خبره به مې ترې واورېده، نو کار به مې پر ځاى پرېښود او ترې راروان به شوم ، خو تر څو ؟ ماشومانو ډوډۍ غوښته ، ونه شوه ، اخر مې ځان کوڼ کړ ، تر څو خلک راته بې غيرته ونه وايي ، اوس له هماغه وخته راهيسې راته خلک کوڼ وايي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x