
سرتاج عزیز: امریکا په سیمه کې د نا امنۍ مسووله ده
نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): په بهرنیو چارو کې د پاکستاني صدر اعظم سلاکار سرتاج عزیز وايي چې په سیمه کې د ناامنۍ مسوولیت د امریکا پر غاړه دی.
عزیز تېره ورځ په اسلام اباد کې وویل چې امریکا له روس سره د افغانانو له جګړې وروسته په سیمه کې نا امنۍ ته لاره هواره کړه.
نوموړي په منځنۍ اسیا کې هم د نا امنۍ مسووله امریکا وبلله او په خبره يې امريکا د خپلو ګټو لپاره هلته د جګړې اور بل کړ.
سرتاج عزیز دا ومنله چې د پاکستان واک د امریکا په لاس کې دی، هغه له امریکا نه ګیله وکړه چې په پاکستان کې يې داسې ډلو ته ځای ورکړ، چې د ده په باور د سیمې د نا امنۍ علت شوې.
هغه په جګړه کې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې خپل اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي.
د پاکستان دغه لوړ پوړی پوځي چارواکی په داسې حال کې پورته څرګندونکې کوي چې کابل تېره ورځ د سولې د هڅو په پلمه د څلور اړخیزې ناستې کوربه و.
تر دې وړاندې د امریکا جمهور رییس هم ویلي و، چې ښايي په منځنۍ اسیا کې څو لسیزې امن رانه شي.
ای کاش ؟