نړۍ

پېښور کې چاودنې لس تنه ووژل

نن ټکی اسیا (سه‌شنبه، مرغومي ۲۹مه، ۱۳۹۴ ل): پېښور ښار کارخانو مارکيټ سره د پوليسو پر پوسته چاودنې لږ تر لږه لس تنه ووژل او پنځلس نور يې ټپيان کړل.

د پاکستاني رسنيو په وينا کارخانو بازار ته څېرمه د پوليسو پر پوسته له چاودنې وروسته د ناتاره ډزو اوازونه هم واورېدل شول.

له چاودنې وروسته د پېښور په درې واړو سترو دولتي روغتونو کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

د حيات اباد کمپليکس روغتون ډاکټران وايي، چې تر اوسه يې لس مړي او پنځلس ټپيان روغتون ته وروړي دي.

له چاودنې وروسته امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او د تورخم لار يې هم د ترافيکو پرمخ تړلې ده.

امنيتي چارواکي وايي، چې کېدای شي سيمه کې نور ماينونه هم ځای پر ځای شوي وي. د چاودنې نوعيت په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x