افغانستان

د ټاکنو د څار بنسټ: د ټاکنو خپلواک کمیسیون د اصلاحاتو ضد دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): وروسته له هغه چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د راتلونکو ټاکنو دقیقه نېټه په ډاګه کړه، د ټاکنو د څار بنسټ وایي چې د ټاکنو د کمیسیون دا کار له د اصلاحاتو ضد دی.

تېره ورځ د ټاکنو د خپلوا کمیسیون مشر یوسف نورستاني وويل چې د راتلونکي لمریز کال د تلې پر ۲۴مه به پارلماني او د ولایتي شوراګانو ټاکنې ترسره شي.

د ټاکنو د څار بنسټ ( ایوا ) وايي چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دا اعلان نه یوازې د اصلاحاتو ضد؛ بلکې له حکومت سره په ټکر کې دی.

د ایوا مشر جانداد سپین غر چې د اجراييه رییس پلوی ګڼل کېږي وايي چې د ټاکنو د نېټې په اړه باید د حکومت دواه مشران خپل نظرونه ورکړي چې ایا تر هغه وخته پورې د ټاکنو په کمیسیونونو کې اصلاحات شوني دي.

سپین غر وايي چې دولت د ټاکنیزو کمیسیونونو اصلاحات غواړي او له اصلاحاتو پرته هغوی د کومې برېکړې واک نه لري او په وينا یې د نورستاني د تېرې ورځې اعلان له ټول دولت سره په ټکر کې دی.

د ازادو او عادلانه ټاکنو ټولنه (فیفا) هم ورته نظر لري او وايي چې له اصلاحاتو پرته د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوري د نېټې اعلان دوی اندېښمن کړي دي.

تر دې وړاندې اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم په څرګندو ټکيو وویل چې د راتلونکو ټاکنو مشروعیت د ټاکنیزو کمیسیونونو په اصلاحاتو پورې تړلی دی، د هغه په خبره له اصلاحاتو پرته به ټاکنې کوم ارزښت ونه لري.

بل اړخ ته د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستانی د ټاکنو دواړه کمیسیونونه قانوني بنسټونه بولي او د اصلاحاتو په نوم رامنځته شوی کمیسیون د سیاسي توافق پايله بولي، چې د ده په وينا هیڅ قانوني حق نه لري چې د دوی په چارو کې د اصلاحاتو په پلمه لاسوهنه وکړي.

ياده پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې باید سږ کال ترسره شوی وای، خو ګډ حکومت د بودیجې کمښت پلمه کړه او یو کال يې وځنډولې، چې د چارو د شنونکو په باور راتلونکی کال که حکومت بوديجوي ستونزه ونه لري خو امنیتي ستونزې به يې پر وړاندې ډېرې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx