ټولنیزه برخه

فکري روزنه (18) – د عزت اضافه کول

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د عزت اضافه کول:

د نفس عزت او احساس کمتري له تاسو سره قيمتي تعلق لري، د نفس په بې عزته کيدو سره تاسو د احساس کمتري ښکار کيږي د کوم په نتيجه کې چې بيا تاسو د شرم کولو په تکليف کې هم مبتلاء شی، نفس ته په عزت ورکولو سره تاسو له احساس کمتري نجات موندلی شی، لهذا د نفس له بې عزته کيدو څخه ځان وساتی او نفس ته د عزت ورکول اختيار کړی، له دې وجهې به تاسو ته تل خپلې ښيګڼې در په زړه کيږي او هميشه به مثبت سوچ کوی، تاسو په ځان فخر وکړی چې تاسو په ټوله نړۍ کې يواځينی شخصيت ياست، مسلمان ياست او بيا د ښه مسلمان کيدلو کوښښ وکړی، نورو خلکو ته په کار ( په ښمر) ور شی، د هغوی مرسته وکړی، په دې سره ستاسو د نفس په عزت کې اضافه والی راتلای شي، کوم وخت چې تاسو خلکو ته په ښمر ورشی، نو هغوی به ستاسو صفت کوي او تاسو به په خپل ځان فخر کوی چې په دې سره به د تاسو د نفس په عزت کې اضافه والی وشي.

د نفس ساتنه

د کاميابو او ناکامو خلکو تر مينځ بنيادي فرق دا دی، چې کامياب خلک هغه کار کوي کوم چې ناکام خلک نه کوي، ناکام خلک هغه کار ځکه نه کوي، چې هغه کار هغوی ته خوند نه ورکوي، خوندوره خبره دا ده چې هغه کار کاميابو خلګو ته هم خوند نه ورکوي، مثلا سهار وختي پورته کيدل، سخته خواري کول، تر ډيره وخته د کار کول او نور، خو بيا هم هغوی يې کوي، ځکه هغوی په دې پوهيږي چې د کاميابي لپاره د هغه کار کول څومره ضروري دي، دا د کاميابي قيمت دی، په دنيا کې هيڅ يو شی هم مفت نه تر لاسه کيږي، د کاميابو خلکو زياتره توجه ښو نتيجو ته وي او د ناکامو خلکو توجه زياتره ښو کارو ته.

د طويل المدت کاميابي لپاره د نفس ساتنه مهم ترينه شخصي خوبي ده، بلکه هيڅ رنګه لويه کاميابي د نفس له ساتلو پرته نه تر لاسه کيږي، د نفس له ساتنې څخه مراد دا دی، چې تاسو هغه کار وکړی د کوم چې کول غواړی، يا هغه کار کوم ته چې ضرورت وي او په هغه وخت کې يې وکړی په کوم کې چې ضروري وي، خواه د ستاسو زړه يې غواړي او که نه، له دې څخه دا هم مراد دی، چې تاسو داسې يو کار ونه کړی د کوم چې کول نه غواړی او تاسو تل داسې کار کوی د کوم چې کول ضروري دي، تاسو ته په خپل ځان کنترول پکار دی، که چيرته د کوم کس په خپل ځان کنترول نه وي هغه د نورو کنترول هم نشي کولای.

د نفس ساتنه په مکمل ډول د انسان سوچ او کردار کنترولوي، د نفس ساتنه د ټولو کاميابو ليډرانو بنيادي خوبي او خاصيت دی، د نفس ساتنه هغه اهليت دی کوم چې تاسو وديته مجبوروي، تاسو څه کول غواړی او کله يې کول غواړی او هغه کار مه تر سره کوی د کوم چې کول نه غواړی، د نفس ساتنه په زندګي کې د کاميابي او ترقي لپاره له بل هر شي څخه مهم دی.

هغه يو شی څه شی دی کوم چې د ستاسو د کاميابيدلو لپاره لازمي دی؟ دا يو معمولي شی دی، چې د نفس ساتنه ورته ويل کيږي، د نفس ساتنه يو داسې شی دی کوم چې انسان په خپله حاصلولی شي، دا تاسو د خپل ځان په داخل کې حاصلولی شی.

که چيرته تاسو د کاميابي تر لاسه کول غواړی، خواه هغه دنيوي وي او که اخروي، نو تاسو ته په خپل  نفس باندې کنترول لرل پکار دي، تاسو هغه کار کوی کوم چې د دنيوي يا اخروي کاميابي لپاره ضروري وي، په خپل نفس باندې د کنترول تر لاسه کولو لپاره لاندې څو جملې په ياد کړی.

الف : زه خپل ذهن او نفس کنترولوم، زه خپل کردار، حالات او واقعات کنترولؤم.

ب : زه د خپل نفس په ساتنه فخر کوم، زه تل د هغه کار کولو ته آماده يم د کوم چې کول وغواړم.

ت : زما په خپل ځان کنترول دی، زه هر هغه کار په آسانۍ سره کولای شم، کوم چې د کاميابي لپاره وغواړم، دا مشق روز مره کوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x