د یوه صحابي د واده ایمان زیاتوونکې کیسه

ایمان وردګ-

حضرت سهل بن سعد (رضی الله تعالی عنه)  فرمایي: رسوالله صلی الله علیه وسلم ته یوه میرمن راغله او عرض یې وکړ: یا رسول الله زه خپل ځان تاته سپارم،  هره فیصله چې زما په اړه کوې ماته منظوره ده او منم یې. رسول الله صلی الله علیه وسلم سر ښکته واچوه او میرمن هلته کښیناسته،  یو صحابي راپور ته شو او عرض یې وکړ یا رسول الله! که تاسو ته څه ضرورت نه وي نو د دې میرمنې نکاح له ما سره وکړه،  رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځواب کې ورته وفرمایل: آیا ستا سره دې میرمنې ته د مهر ورکولو لپاره څه شته؟ هغه وویل ای د الله رسوله!

د الله په پاک ذات قسم خورم چې له ماسره د مهر ورکولو لپاره هیڅ هم نشته.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: ورشه له خپلو عزیزانو او خپلوانو مرسته وغواړه ګوندې یو څه لاس ته راوړې. هغه صحابي ولاړ،  کله چې راستون شو  عرض یې وکړ یا رسول الله! په الله قسم چې هیڅ مې هم ونه موندل . بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: لاړ شه که دې کومه د اوسپنې ګوتې (ګوتمۍ) ومونده هم سمه ده، سړی ولاړ. کله چې راستون شو نو ویې ویل:  یا رسول الله!  د اوسپنې ګوتې خو مې هم ونه مونده،  خو دغې یوې لنګۍ ته حاضر یم چې نیمه یې کړم،  نیمه هغې ته په مهر کې ورکړم،  او نیمه به زما شي، البته څادر یې هم نه وو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځواب کې ورته وفرمایل: په دې لنګۍ به څه وشي، که یې ته واغوندې بیا دې میرمنې ته څه نه پاتې کیږي،  او که یې هغه واغوندي بیا تاته څه نه پاتې کیږي.

د دې خبرې په اوریدو سره مسکین صحابي مایوس شو تر ډیره غلی کښیناست، او له هغه وروسته روان شو،  کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید چې دې مسکین صحابي مخ واړوه او روان شو نو ویې فرمایل: ورشئ او هغه بیرته راولئ،  کله چې سړی بیرته حاضر شو،   رسول الله صلی الله علیه وسلم ترې وپوښتل: تا ته د قرآن کوم سورتونه یاد دي؟ هغه عرض وکړ فلانی او فلانی، همداسې لګیا شو د یوه یوه سورت نوم یې ورته یادوه،  رسول الله صلی الله علیه وسلم  په ځواب کې ورته وفرمایل: ځه د همدغه قرآن په بدل کې مې دغه میرمن تاته په نکاح درکړه، لاړ شه او دې میرمنې ته هم قرآن ورزده کړه.