fbpx

د احادیثو په اړه دقت وکړئ

jamil nadeem

لیکوال: جمیل الرحمن ندیم

جمیل الرحمن ندیم –

دین ته منسوب ډیرې داسې خبرې شته چې هیڅ اصل نه لري، خو موږ يې په ښه نیت او د ثواب د حصول په موخه نورو سره شریکوو، استدلال پرې کوو او د یو دیني اصل په سترګه ورته ګورو.
ډیر احادیث! مو تر سترګو کیږي چې یا موضوعي ( له ځانه جوړ شوي ) وي او یا نهايي ضعیف، خو موږ يې نه یواځې د یوه مؤثق دیني اصل په توګه خپرؤ؛ بلکې ځېنې مواردو کې استدلال هم پرې کوو.
داسې احادیث! زیات دي، د هغې له جملې څخه يې یو حدیث! په فیسبوک کې څو واره مخ ته راغی،

چې نبي صلي الله علیه وسلم فرمايي:
إذا تاب شاب فإن الله يرفع العذاب عن أهل قبور ما بين المشرق والمغرب أربعين يوماً
ژباړه: کله چې یو ځوان توبه وباسې نو الله جل جلاله د مشرق او مغرب تر منځ د ټولو قبرونو څخه تر څلویښت شپو پورې عذاب لرې کوي،

دې جملې سره بیا یو ځای بله جمله هم لیکي چې

نضّر الله من قرأ هذا الحديث فبلّغه
ژباړه: الله جل جلاله دې د هغه چا مخ تر و تازه کړي چې دا حدیث يې تر لوستلو وروسته نورو خلکو ته ورساوه.

بیا د دغه حدیث حواله په ابن ماجه ورکول کیږي، حال دا چې دا حدیث د ابن ماجه په شمول د حدیثو په هیڅ کتاب کې شتون نه لري.

په ابن ماجة کې روایت شوی حدیث داسې دی.

نَضَّرَ اللَّهُ امْرَأً سَمِعَ مَقَالَتِي فَبَلَّغَهَا… الخ
ژباړه:…. الله دې هغه تن اباد کړي چې زما خبره يې واوریده او نورو ته يې ورسوله.

او د حدیثو علماؤ دا حدیث صحیح بللی، مګر دلته د ځوان د توبې ویستلو په پایله کې د مشرق او مغرب تر منځ قبرونو څخه د قبر د عذاب پورته کیدو هیڅ یادونه نه ده شوې.

البته دې ته ورته یو حدیث! شته چې فرمايي:

إن العالم والمتعلم إذا مرا بقرية فإن الله يرفع العذاب عن مقبرة تلك القرية أربعين يوم
ژباړه: کله چې یو عالم یا طالب العلم په یو کلي تیر شي نو د دغه کلي د هدیرې څخه د څلویښتو شپو لپاره عذاب پورته کیږي

مګر شیخ الباني رحمه الله په سلسلة الاحادیث الضعیفة کې وايي چې د دې حدیث هیڅ ثبوت او اصل نه شته.
حال دا چې نبي صلي الله علیه وسلم فرمايي:
من حدث عني بحديث وهو يرى أنه كذب فهو أحد الكاذبين
ژباړه: چا چې یوه خبره ماته منسوب کړه او دی پوهیده چې دا خبره درواغ ده نو دا کس ( خپله ) درواغجن دی.
بل حدیث کې فرمايي:
إن كذباً عليَّ ليس ككذب على أحد، فمن كذب عليَّ متعمداً فليتبوأ مقعده من النار
ژباړه: په ما درواغ جوړول ستاسې په خپلو منځو کې د درواغ جوړولو په څیر نه دی، (بلکې) چا چې پر ما درواغ وویل نو ځانته يې جهنم کې ځای جوړ کړ.
له سلف صالحینو څخه په دې اجماع نقل ده که څوک دا کار جایز وبولي نو آن د کفر تر پولو رسیږي. البته په غیر شعوي توګه کول يې لویه ګناه ده.
په ورته موضوعاتو کې صحیح نصوص او احادیث شته، باید هغه خپاره کړو تر څو له ځانه جوړې شوې خبرې تتې او ورکې شي.

نو، که له دې وړاندې موږ تاسې په ناپوهۍ کې دا او دې ته ورته نورې له ځانه جوړې شوې خبرې شریکي کړي وي؛ باید له الله جل جلاله بښنه وغواړو. او سر له اوسه هوډ وکړو چې وروسته له دې به د احادیثو په اړه له نهايي احتیاط او دقت څخه کار اخلو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د