
ولي باید هر سهار عسل او دال چیني وخورو؟
نن ټکی اسیا (سهشنبه، مرغومي ۲۹مه، ۱۳۹۴ ل): او دال چیني ګډه فارمولا کولای شي انسان له ډیرو ناروغیو وساتي، دغه دواړه داسي خاصیتونه لري چې دانسان قوت مدافعه زياتوي، او د جسم نور فعاليتونه غښتلي کوي.
لاندې هغه علتونه دي چې د سهار پر چایو دال چیني او عسلو خوراک ته سړی تشویقوي:
د زړه ناروغۍ
عسل یو ډیر تقویه ورکوونکی خوراک دی، په ځانګړې توګه د انسان د وینې جریان چټکوي او زړه تقویه کوي، خصوصا د ورزشکارانو لپاره ډیر ګټور خوراک دی.
د کولیسټرول «د وينې غوړ» د کمښت لپاره طبیعي درمل دي، ځکه چې په عسلو کې په زیاته کچه کلشیم، پوټاشیم، او له زنګ وهنې څخه د وینې رګونه ژغوري او همداسي په رګونو کې د وازګو را ټولیدو مخنیوی کوي.
طبي څیړونکو موندلې چې په عسلو کې په هغه اندازه د زنګ وهني څخه د ژغورلو مواد سته په کومه اندازه چې په پالک، مڼه او فراوله کې موندل کیږي.
څیړونکو پر ۲۵ کسانو د ۵ اوونیو لپاره پرله پسې تجربه وکړه، هغوی ته یې هره ورځ ۴ غټي کاچوغي عسل ورکړل، نو پايله يې دا شوه، چې په دې سره د هغوی په رګونو کې د شته وازګو کچه ټیټه شوه، ځکه چې عسل د زنګ وهني د مخنیوي ځانګړی خصوصیت لري، چې د رګونو د پاکونې کار په ښه توګه اجرا کوي.
که څه هم دا علاج د کولیسټرول د کچې په راټیټولو کې ډیر فعال نه و، خو د یو وقایوي درملنې په توګه دلته هم ګټور وو.
په ورته وخت کې دال چیني هم د غذا او زنګ وهنې د مخنیوي لپاره یو ګټور بوټی دی، د انسان زړه تقویه کوي، د وینې جریان ښه کوي، د زړه حرکت ته ګټه لري، او کولیسټرول کموي.
که هره ورځ په مناسبه اندازه دال چیني په عسلو کې ګډ شي او بیا له وچې ډوډۍ سره وخوړل شي، نو د زړه له ډیرو مشکلاتو خلاص شئ.
د بدن دفاعي ځواک
دال چیني که په پورته طریقه وخوړل شي، نو دا ډېر ګټور ځکه دی، چې دواړه د بکټیریا ضد خوراکونه دي، د داسې غذا او ویټامنونو لرونکی دی، چې د انسان دفاعي ځواک قوي کوي، بدن له هر ډول بکټیریا، جراثیمو او وایرسونو څخه ساتي.
عسل پرېمانه ګلوکوز هم لري، چې د انسان بدن ته قوت ورکوي، او د جسم ټول غړي خپلو وظایفو ته اماده ساتي. بل خواته بیا دال چیني د بدن د حجراتو سره کومک کوي چې ګلوکوز په اسانه جذب کړای شي.
د معدې دردونه
دال چیني معده نرموي، د هاضمې نظام ورسره سميږي، د معدې د راټولیدو او دردونو مخنیوی کوی، او همداسي د خواګرځي، اسهال، پړسوب او سرګرځېدني مخه نیسي.
عسل هم هاضمه تقویه کوي، هضم اسانه کوي، د ځيګر فعاليت نور هم قوي کوي، د معدې د دردونو او قبض مخنیوی کوي.
هره ورځ عسل باید د دال چیني سره وخوړل سي، تر څو د معدې دردونه ختم سي.
یادونه:
دال چیني یو قسم بوټی دی، په هندوستان، پاکستان او عربي هیوادونو کې د مصالحې په توګه کتغ ته لویږي، پنساران او مصالحو والا یې ښه پيژني، په عربي کې ورته قرفه ویل کیږي. او په انګریزي کې ورته : Cinnamon ویل کیږي.
د عسل او دال چیني په اړه لاندي لیکنه هم په کتو ارزي:
دا یو حقیقت دی چې د شاتو او دالچینی استعمال ډېر ګټور دی .