افغانستان

د هلمند ولايتي شورا: ګرشک د امنيتي ځواکونو له واکه په وتو ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ولايتي شورا وايي چې د دې ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې جګړې زور اخیستی او د دوی په وینا دا ولسوالۍ سقوط ته نږدې ده.

د ولایتي شورا غړې نرګس رخشانه وايي چې د دې ولسوالۍ نوي سلنه واک له طالبانو سره دی او دولتي ځواکونه یوازې په لس سلنه خاوره کې را ګير دي.

د هغې په وينا که په یاده ولسوالۍ کې په جګړه کې ښکېلو عسکرو ته مرسته ونه رسېږي ښايي ولسوالۍ سقوط وکړي.

د ولایتي شورا مرسیتال اخندزاده هم ورته نظر لري او په وينا يې که ګرشک سقوط وکړي د هملند ټولې شمالي ولسوالۍ به ورسره د دولت له واکه په وتو وشي.

د هلمند ولایتي شورا تر دې وړاندې هم د مرکزي حکومت له لوري ورغلي پلاوي نمايشي بللي و او په وينا يې د دې ولایت رښتیني وضعیت نه څېړي.

د هلمند ولايتي شورا په داسې حال کې د ګرشک د سقوط اندېښنه ښکاره کوي چې په دې ولایت کې برتانوي عسکر هم د امنیتي ځواکونو د مرستندویو په پلمه پراته دي او تر دې وړاندې طالبانو د سنګین ولسوالۍ د سقوط خبر هم ورکړی دی.

ياده دې وي، د هلمند ولايتي شورا وړاندې هم ويلي و، چې باغران، دېشو، موسی کلا او نوزاد ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي او په دې وروستیو کې طالبانو د سنګین د نیولو خبرونه هم ورکړل، چې دولتي سرچينې يې لا هم پخلی نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

اللهم انصر المجاهدين ….

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x