په دایکنډي ولایت کې د پوهنی ریاست بودیجه غلا شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه د مرغومی ۲۹مه ۱۳۹۴ل ):د دایکنډی چارواکو منلی چی په دې ولایت کې د پوهنې د ریاست شپږ میلیونه افغانۍ غلا شوې دی.

د دایکندډ د پوهنې ریاست د مالی څانګی مسوول سید مصطفى موسوی رسنیو ته ویلی : د پوهنې ریاست معتمد درې ورځې وړاندې له بانک څخه د دې ادارې شپږ میلیونه افغانۍ را ایستلې وې خو کله چې د پیسوبکس لیږدا وو په لاره کی تری تم شوی چی له درې ورځو راهیسې یی ټلیفون له کاره لویدلی او خپله هم ورک دى.

د دایکنډی والی معصومه مرادی پېښه تائید کړى امنیتی ارګانونوته یی دنده ورکړی ترڅو د پېښې په اړه جدی پلټنې وکړی .

دا لا تر اوسه نه ده مالومه چی د پوهنی ریاست دغه بودیجه د معتمد لخوا غلا شوی او که د نورو مسلحو غلو له لوری خو تر دې یوه میاشت وړاندې هم په دایکنډی ولایت کې د ښاروالۍ یو میلیون بودجه د خپلو کارکوونکو لخوا تښتول شوې وه .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د