شعـــــرونه

زمونږه پسرلی ( دقتیل خوږیاڼي پسرلنی شعر)

جنگونو ځورولـــی دی زمونــــــږه پســـــــــرلی

لوخــــــړو سوزولـــــی دی زمونـــږه پســـــرلی

گلـــونو کی د وینــــو رنـگ له ورایه معلومیږي

ســـرو وینــــو لمبــــولی دی زمونــږه پســـــرلی

 

دا پــرښــه نه ده دا چی په گلــــونو راوریـــــږي

ظلمـــونو ژړولـــی دی زمونـــــږه پســــــــــرلی

وطـــن مو د پسرلی په هیله ډېر كلونه  تېر کړل

دا چا په بنـــد نیــولی دی زمونــږه پســـــــــرلی

خاونده دا ویجاړ وطن مو خلاص کړی له جنگونو

( قتیــــله ) زیړ زبیښـــلی دی زمونږه پســرلی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x