نظــر

د اسلامي امارت جنګي تکتیک!

Capture.PNGiiiiiد معمول په څېر هره ورځ ګڼ تلویزیونونه د افغانستان د حالاتو په اړه اوږده او ګردي میزونه جوړوي، چې قاطع اکثریت یې په هېڅ ډول دژورنالیستۍ اصول، انساني عدالت او انصاف په نظر کې نه نیسي، له یوې مخې ټول د افغان ولس پر ضد سنګر نیسي؛ له همدې کبله خو بیا مجبور دي چې حق ته باطل او باطل ته حق ووایي، بلکې د اسلامي امارت هر څه ته په کږه سترګه وګوري.

د یک شنبې په بیګاه ۲۴ د مارچ په طلوع تلویزیون کې د اسلامي امارت د جنګي تکتیک خبره یاده شوه، یو کار پوه دا خبره وکړه چې طالبانو داسې یو جنګي تکتیک په کار اچولی چې د نړۍ په کچه ساری نه لري، نوموړي وویل: د نړۍ په هر ځای کې چې چریکي بریدونه کېږي دیو ځانګړي چوکاټ له مخې کېږي، له همدې کبله خو ډېر زر ځپل کېدای شي، مګر طالبانو داسې تکتیک غوره کړی چې دا دي په دغه یوولسو کلونو کې د نړۍ پرمختللو نظامیانو ونه شو کولای چې مات یې کړي، بلکې ورځ تر بلې لا پسې پیاوړي کېږي، نوموړي زیاته کړه: طالبان د هرې سیمې له جغرافیايي، موسمي او اجتماعي حالاتو سره سم جګړه کوي، د مثال په توګه طالبان چې کومه جګړه په نورستان کې کوي، هغه جګړه په پکتیا کې په بل ډول کوي، په بل ولایت کې یې په بل ډول کوي، مطلب یې دا و چې د هرې سیمې د جغرافیايي، موسمي او اجتماعي غوښتنو او حالاتو سره سمه او مناسبه جګړه پر مخ وړي، او په همدې کې ددوی د کامیابۍ راز نغښتی دی.

د پروګرام چلوونکي یو په یو ور ترپ کړل، د سړي خبره یې غوڅه کړه او داسې یې وویل: آیا ددوی همدا جګړییز تکتیک په دې دلالت نه کوي چې دغه جګړه د څو هېوادونو له لوري پر مخ وړل کېږي، یعني د نورستان جګړه یو هېواد پر مخ وړي، د پکتیا بل هېواد او د بل ولایت بل اوداسې… او همدا نه ښيي چې د طالبانو تر شا ګڼ هېوادونه ولاړ دي؟

په همدې حالت کې ما ته له یوې خوا خندا راغله او بلې خوا د پروګرام چلوونکي نا انصافۍ او سپین سترګۍ ته په حیرت کې شوم، له ځان سره مې ویل چې که خبره د مختلفو هېوادونو د مرستو او ملاتړ وي نو بیا خو ستا یاران تر پنځوسو د زیاتو هېوادونو څخه راغلي دي، او دا به ته هم په خړو سترګو او پرته له کوم شک او شبهې  څخه منې، چې مختلف ولایتونه د مختلفو هېوادونو ځانګړو او پرمختللو پوځونو ته سپارل شوي، په کندهار کې امریکایان، په روزګان کې استرالیایان، په مزار کې جرمنیان، په کاپیسا کې فرانسویان او همداسې…

 هر کله چې خبره داسې شوه نو بیا خو باید د جګړې ابتکار او نوعیت تغیر ستاسو د یارانو په لاس کې وای، دوی باید د خپلو اهدافو په نظر کې نیولو سره د هرې سیمې له حالاتو سره سمه جګړه کړې وای!

 مګر نه، او بیا هم نه! دلته خبره بله ده، که څه هم چې ډېر به پرې پوهېږي خو کېدای شي د ځينو ځینو لا تر اوسه ور پام شوی نه وي، هغه دا چې د یرغلګرو پر وړاندې جهاد په حقیقت کې دالله جل جلاله په غیبي نصرت او بیا د ولس په بې دریغه مرستو پر مخ روان دی، دا یو ولسي مسلح خاموش پاڅون دی، ټول ولس د اسلامي امارت تر شا کلک او ټينګ ولاړ دی، د هرې سیمې خلک په خپله سیمه کې ښه بلد دي، د خپلو سیمو لوړې او ژورې، هسکې او ټيټې ښې ورته معلومې دي، دوی تر بل هر چا ښه پوهېږي چې کله او په کوم ځای کې پر دښمن ګوزار وکړي؟ له کومې لارې پرې را تاو شي، او په کومه لار بېرته ځان وباسي، څه رنګه دښمن د غرونو او خوړونو تنګیو ته ور ټېل وهي، او پکې را ایسار یې کړي.

له نظامي پلوه په جګړه کې تر ټولو مهم د جګړې د ځای پېژندل او په هغه کې بلدیت دی، که هر څو پرمختللي نظامیان چې په ښو پرمختللیو وسلو سمبال وي په داسې یوه سیمه کې جګړه پیل کړي چې ور سره بلد نه وي، هسکې او ټيتې یې ور ته معلومې نه وي، د راتلو و بیرته وتو لارې ګودرې یې و نه پېژني، د سیمې  د خلکو ملاتړ او مرسته ور سره نه وي یقینا چې هره ونه، هره ترخه اوهره ډبره به ورته دښمن وي! او حال به یې داسې وي لکه نن چې د نړۍ په کچه د ښو وتلیو امریکايي او اروپایي نظامیانو، چې په هر رنګه پرمختللو وسلو سمبال دي مګر بیا یې هم دا ده پایله ټول ګوري! 

ايمل نوري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x