افغانستان

غزنی: د ده یک امنیه قومندان د ماین په چاودنه کې ټپي شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د غزني د ده یک ولسوالۍ امنیه قومندان د ماین په چاودنه کې ټپي شوی دی.

په سیمه کې د نن ټکی اسیا خبريال وايي چې د امنیه قومندان ټانک نن سهار مهال په رباط کلي کې پر خښ کړل شوي ماین برابر شو.

د سرچينې په وینا قومندان فیض چې په قومندان توپان مشهور و، مرګونی ټپي شوی دی او ساتونکو ته يې مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو د چاودنې مسوولیت منلی او ويلي يې دي چې په دې چاودنه کې يې د قومندان فیض دوه ساتونکي وژلي او د قومندان په ګډون يې درې نور ټپیان کړي دي.

طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې لیکلي چې دوی نن سهار د قومندان فیض پر ټانګ ماین ته چاودنه ورکړه.

د غزني امنیتي مسوولینو تر اوسه د ده یک د امنیه قومندان د روغتيايي ډاډ په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x