د نن سرلیکنه

د کابل څلور اړخیزه غونډه څومره د بریالیتوب امکان لري ؟

تیره ورځ کابل د سولې په اړه د څلور اړخیزې غونډې کوربه و.

سره له دې چې د خلیلزاد په شمول ډیرو سیاسي شنونکو وار تر پخوا د دغه ډول هڅو او غونډو بریالیتوب ناشونی بللی خو پرون یواځي د کابل ګډونوالو د غونډې په اړه د یو لړ نامعلومو پرمختګونو خبر ورکړ.

د هیواد د روانې لانجې وضعیت ته په کتلو سره هغې اوس دومره پیچلي ابعاد خپل کړي چې د هغوی ټولو له درک کولو پرته ناشوني ده چې په یوې ورځنۍ غونډې کې دي د هغې پرمختګ څرګند شي.

د سولې د تأمین لپاره چې څومره هلي ځلې ممکنې وي باید وشي ، خو له دغو هلو ځلو څخه د بریالیتوب هیله هغه وخت شونې ده چې هغه ریښتیا هم د سولې د تحقق لپاره وي نه د هغې د سبوتاژ کولو لپاره.

له بده مرغه تر اوسه چې زمونږ په هیواد کې د سولې په نوم کومې هڅې تر سره شوې یا ترسره کیږي هغه ټولې د سولې د سبوتاژ کولو لپاره دي نه د هغې د تحقق لپاره.

په یادو هلو ځلو کې ستر مشکل دا دی چې تر اوسه پوري د قضیې یولوری (امریکایان ـ ګډ حکومت) سوله یوازې د خپلو مسمیاتو او مفاهیمو له مخې تعبیروي ، په دې معنی چې دوی خبره د سولې کوي او هدف یې ترې د مقابل لوري تسلیمي وي مثلا امریکایان او د دوي په مرسته جوړ شوی د ملی یووالي حکومت تل له طالبانو څخه غواړي چې وسله پر ځمکه کیږدي او د دوي اساسي قانون ومني.

له حقوقي اړخه د هرې لانجې په حل کې د هغې ښکیل لوري ځانته باید د امر ونهی صلاحیت ور نکړي ؛ بلکي ټول هغو مقرراتو ته التزام ولري چې د لانجې حل ورباندې ممکن وي .

د اسلام آباد په غونډه کې د ګډ حکومت پریکړه دا وه چې کوم طالبان چې د خبرو له لارې سولې ته نه حاضریږي هغوی باید په زور سولې ته مجبور کړای شي.
پښتانه متل کوي چې په زور کلي نه کیږي ، د زور منطق کاروونکی لوری باید نور دا خبره درک کړي چې که مو په زور لانجه حل کولای شوای بیا مو د خبرو ضرورت څه وه ؟

پر پورتنیو ملحوظاتو سربیره د اسلام اباد او کابل دڅلور اړخیزې غونډې بله لویه نقیصه داده چې نه ورکې د لانجې مهم لوري (طالبان ) برخه لري او نه يي هم موجود ګدونوال یو پربل اعتماد لري .

امریکایان هم هیڅ کله نه غواړي چې د افغانستان لانجه د دوی د مزاج او سیاست خلاف حل وفصل شي ، دا خبره جنرال پټرایس تیره اونۍ په ښکاره ډول اعلان کړه چې مونږ کولای شو د زور له لارې د افغانستان وضعیت د ځان په ګټه بدل کړو .

د جنرال پترایس دا ډول تعبیرات عملا همدا اوس په افغانستان کې د امریکایانو لخوا د تنفیذ په حال کې دي چې د هغوی د تنفیذ په سیوري کې د سولې ټول ممکن احتمالات او د کابل اسلام اباد په څیر غونډو هرډول موفقیت ناممکن دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x