نړۍ

د سعودي او ايران منځګړيتوب لپاره نوازشريف تهران ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان صدر اعظم نواز شريف د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د سعودي عربستان له دوه ورځني سفر وروسسته د ايران پلازمېنې تهران ته رسېدلی دی.

نوازشريف د لوی درستيز جنرال راحيل شريف په ملتيا دا سفر د ايران او سعودي تر منځ د شخړو کمولو په موخه ترسره کوي.

نوازشريف به تهران د ايران ولسمشر حسن روحاني او نورو لوړپوړو چارواکو سره د سعودي او ايران په وروستيو ترينګلو حالاتو خبرې وکړي.

د پاکستان دريځ دا دی، چې سعودي او ايران دواړه بايد د اوسنيو ترينګلو حالاتو له مخې خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

تېره ورځ صدر اعظم نواز شريف په همدې اړه رياض کې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز سره خبرې وکړې.

له يادې ناستې وروسته د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو ويلي، چې رياض او اسلام اباد به په ګډه د ترهګرۍ پر ضد ګامونه پورته کوي او د هر ډول ترهګرۍ پر ضد به دواړه هېوادونو په ګډه کار کوي.

په اعلاميه کې د «ګډې مبارزې» نوعيت او طريقه نه ده په ډاګه شوې، چې دا به د سعودي په مشرۍ د ترهګرۍ ضد نوي ايتلاف کې د پاکستان مرسته وي او که بل څه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x