fbpx

«سعودي عربستان کې د پاکستاني پوځيانو شمېر زياتيږي»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۹مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف وايي، چې سعودي عربستان کې د افسرانو په ګډون يوولس سوه پاکستاني پوځيان مېشت دي او د پرېکړې له مخې به دغه هېواد کې د پاکستاني پوځيانو شمېر نور هم زيات شي.

خواجه اصف نن د پاکستان ملي اسامبلۍ ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د ۳۴اسلامي هېوادونو ايتلاف د پوځي موخو لپاره نه دی، بلکې دا د نړۍ د نا مسلمانو هېوادونو لپاره ځواب دی، چې مسلمانان سخت دريځي بولي.

خواجه اصف وويل، چې د اسلامي هېوادونو ايتلاف ته تر اوسه وړ نوم نه دی غوره شوی او دا د هېڅ هېواد پر ضد نه، بلکې د ترهګرۍ پر ضد دی.

دفاع وزير زياته کړه، چې پاکستان سعودي عربستان سره تر ټولو زيات نظامي تړونونه لري، چې له مخې يې هر کاله د سعودي او پاکستان پوځيان پنځه ځل نظامي تمرينونه کوي.

د خواجه اصف په وينا اوس مهال سعودي عربستان کې د افسرانو په ګډون ۱۱۰۰ پاکستاني پوځيان مېشت دي او راتلونکو لنډو وختونو کې به د دغو پوځيانو په شمېر زياتوالی راشي.

نوموړي دا ونه ويل، چې څومره نور اضافي پوځيان به سعودي عربستان ته ولېږي.

«د ۳۴ اسلامي هېوادونو له لوري د نوي ايتلاف په اړه د سعودي عربستان نورو جزياتو ته په تمه يو او تر څنګ يې له نورو اسلامي هېوادونو سره هم په دې اړه سلامشورې روانې دي.»

سعودي عربستان کې د شيعه عالم نمبر باقر النمر له اعدام وروسته د ايران او سعودي اړيکې ترينګلې شوي او ډيپلوماتيکې اړيکې يې هم پرې کړي دي.

د ايران او سعودي له شخړو وروسته سوډان، بحرين او کويت هم ايران سره خپلې ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړې او په عين حال کې سعودي له پاکستان، ترکيې، مصر او نورو اسلامي هېوادونو د ټينګ ملاتړ غوښتنه وکړه.

په همدې موخه د سعودي عربستان بهرنيو چارو او دفاع وزيران يو په بل پسې اسلام اباد ته لاړل.

پاکستان سعودي چارواکو ته ډاډ ورکړی، که سعودي عربستان ته هر ډول ګواښ متوجه و، دوی به يې په ټينګه دفاع وکړي او د ايران ـ سعودي د وروستیو شخړو په اړه د پاکستان وړانديز دا دی، چې دواړه هېوادونه دې دا شخړه د خبرو له لارې حل کړي.

په همدې موخه د پاکستان صدر اعظم نواز شريف تېره ورځ سعودي عربستان او نن ايران ته سفر کړی او وايي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو او تاوتريخوالي په کمولو کې د منځګړي رول ادا کولای شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د