
غزل – نور احمد صدیقي
د وطن هر لور ته چې وګورم مرمۍ پرته ده
څیرې یې ګریوان د یتیم خوله کې سلګۍ پرته ده
نو د وطن د ابادۍ به ترې څه طمعه وشي
پاچاه غاړه کې غاړکۍ د غلامۍ پرته ده
خت کې لیکي ماسره مینه کې دوکه چې وشوه
افف خدایه مړ شوي ځوان غاړه کې زندۍ پرته ده
واوره اورې هغه د سرک په سر خیرات غواړي
د هغې مور غیږ کې څلویښت ورځو نجلۍ پرته ده
خدایه نور له هیواده د یرغل لمن کړې ټوله
ملا یې وژلی محراب کې یی لونګۍ پرته ده
نشته اوبه مخلوق له تندې خدایه! ج جل وواهه
مړه چې له تندې نه په ځاله کې مرغۍ پرته ده
ویل: صدیقي! بیګاه مو کلي کې بمان وریدل
ګوره ناوې مړه سره په وینو ډولۍ پرته ده