نظــر

سوله که د افغانستان د خرڅولو بل قرارداد؟!!!

لیکوال: عاکف مهاجر –

دا چې له څوارلس کاله راهیسې دسولې نغاره ډنګول کیږي چې د اشرف غني او د عبدالله عبدالله په ګډ حکومت کې یې خورا زور موندلی دی؛

ایا ګډ حکومت واقعا هم سوله غواړي؟

ایا دسولې په راوستلو کې ریښتونی دی؟

دا هغه پوښتنې دي، چې لاندي يې ځواب ویل کيږي.

ګډ حکومت دسولې هیلې هغه وخت په ناهیلیو بدلې کړې، کله یې چې په اوله ورځ د افغانستان د خرڅولو قرارداد د امنیتي تړون په نوم له امريکې سره امضا کړ.

دوهم د سولې هیلې هغه وخت په اوبو لاهو شوې چې کله ګډ حکومت له پاکستان سره د هیواد خرڅولو تړون ته ورته دوهم تړون په مرموز ډول لاسلیک کړ.

داچې اوسنۍ سوله د پاکستان په مټ د چین او امریکا په منځګړیتوب روانه ده دا د هغه تړون ثمره ده چې افغانستان له پاکستان سره امضا کړ، په دې اړه خورا ډیر دلایل شتون لري، چې یو دلیل يې د افغانستان د تېر حکومت د پخواني وزیر فاروق وردګ هغه څرګندونې دي چې ﻧﻦ يې ﻟﻪ ﯾﻮﻩ ﺧﺼﻮﺻﻲ ﺗﻠﻮﯾﺰوﻧﻲ ﭼﯿﻨﻞ ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﻣﺮﮐﻪ ﮐﯥ ﻭکړې: (( ﻟﻪ ﺁﻱ ﺍﯾﺲ ﺁﻱ ﺳﺮﻩ ﺩ ﺗړﻭﻥ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﺧﺮڅ ﺷﻮﯼ ﺩﯼ.))

ﺩ ﻧﻮﻣﻮړﻱ ﭘﻪ ﻭﯾﻨﺎ ﺩﺍﺳﯥ ﺍﺳﻨﺎﺩ ﺍﻭ ﻣﺪﺍﺭﮎ ﻟﺮﻱ ﭼﯥ ﻟﻪ ﺁﻱ ﺍﯾﺲ ﺁﻱ ﺳﺮﻩ ﺩ ﺗړﻭﻥ ﭘﻪ ﺗړﺍﻭ ﺩﻭﻟﺘﻲ ﭼﺎﺭﻭﺍﮐﻮ ﭘﻪ ﺩﻭبۍ ﮐﯥ ﯾﻮ ځل ﺍوﯾﺎ، ﺑﯿﺎ ﺷﻞ ﺍﻭ ﺑﯿﺎ ﻟﺲ ﻣﯿﻠﯿﻮنه ډﺍﻟﺮﻩ ﺭﺷﻮﺕ ﺍﺧﯿﺴﺘﯽ ﺍﻭ ﭘﻪ ﺑﺪﻝ ﮐﯥ ﯦﯥ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﭘﻠﻮﺭﻟﯽ ﺩﯼ.

سوله د هیواد د لوی او کوچني غوښتنه او ارمان ده خو که سوله واقعي سوله وي نه اوبه خړول او ماهیان پکې نیول.

دا چې د سولې لوبغاړي هغه کسان دې، چې د افغانستان د سولې په نامه یې یوځل مخکې هم ځان هدف ته رسولی و؛ خو افغانان یې دسولې په ارمان دجنګ جګړې د اور په لمبو کې وسوځول، نو سوله راتلل موزړه ته نه لویږي.

پاکستان، امریکا، افغانستان او روس د سرو لښکرو د ماتېدو نه وروسته په افغانستان کې دسولې نامنهاده هلې ځلې شروع کړې، چې پاکستان د مجاهدینو په نمایندګي ځان مطرح کړ؛ خو نه يواځې داچې سوله رانه غله بلکي نورې ناخوالې يې د افغانستان ولس ته وزېږولې، چې تر اوسه يې افغانان په اور کې سوځي.

اوس د ادی یو ځل بیا په ډیر فریب او چالاکۍ سره د طالبانو د نمایندګي دعوه کوي، سره له دې چې طالبانو د پاکستان دا ډول شومې هڅې په بیا_بیا رد کړې دي او ردوي يې، ځکه چې طالبان نه غواړي چې دتېر په څېر یو ځل بیا هیواد او هیوادوال د پردیو ګټو قرباني شي.

پاکستان د افغانستان د ټولو ناخوالو اصلي لامل بلل کيږي، ایا سوله د هغه چا په لاس راتللای شي چې ستا په کور کې د یوې پټاکۍ د چاودېدلو تور هم په هغه پورې کیږي؟ سوله د هغه چا په مرسته راتللای شي چې د هیواد اصلي دښمن بلل کیږي؟

که واقعي سوله غواړئ، مؤمن له یوه غاره دوه ځله نه چیچل کیږي له تیرې سولې نه په عبرت سره دې سولې ته دپای ټکی کیږدئ؛ دیوې واقعي او بین الافغاني سولې هڅې او کوښښونه وکړئ؛ د پردیو د خوشالولو لپاره د خپل ګلبڼ ګلان مه ریبئ او افغانان مه غولوئ؛ او بهرنیو یرغلګرو ته اجازه ورکړئ، چې له پاکې خاورې ووځي!!!

د هیواد د اشغال په صورت کې که د سولې امکان وای او سوله کیدلای شوای د اڅوارلس کاله به د افغانانو کورونه نه بمبارېدلای، افغانان به نه وژل کیدلای او نه ځورول کیدلای؟!

سره له دې چې طالبانو د سولې د خبرو بشپړ واک د قطر سياسي دفتر ته سپارلی دی.

سوله او د سولې خبرې د قطر دفتر حق بولي.

نو باید د قطر له دفتر سره د سولې خبرې وشي نه له نورو هیوادونو سره.

دا چې د قطر دفتر سره اړیکه نه نیول کیږي او پر ځای یې د  پاکستان سره په دې اړوند خبرې کيږي، ایا سوله امکان لري؟

افغانانو ویښ شئ دسولې په نامه مو هیواد په یو بل پړاو ورګډ ده.

د سولې په نامه یوه نوې معامله روانه ده. په یو بل سمندرکې مو هیواد ډوبیدونکی دی، او یو بل ښامار مو چيچلو ته ستونی واز کړی دی، چې خدای مه کړه هیواد او هیوادوالو ته به يې عواقب خورا درانده تمام شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

مننه وروره همداسې ده .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x