نړۍ

د سوریه د مضایا په ښارکی د یوی کیلو شیدو بیه ۳۱۳ ډالرو ته ختلی

نن ټکی اسیا(جهارشنبه دمرغومی ۳۰مه ۱۳۹۴ل):د سوریه د مضایا ښار چی اوسیدونکی یی سنی مذهبه دي له دوبي راهیسي د اسد رژیم او د حزب الله شیعه ډلې له لوري کلا بند شوی چې تیره اونۍ په کې د لوږي له امله پنځو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور د مرګ له خطر سره مخامخ دي.

د رویترز خبري آژانس د ملګرو ملتونو د راپور په اساس لیکلی: د مضایا ښار چی د دمشق په ۲۴کیلومتري کې موقعیت لري او د نفوسو شمیره یی ۴۲۰۰۰ تنو ته رسیږي د سوریې حکومت او شیعه ډلې حزب الله د سختي کلا بندي له امله په دغه ښارګوټی کې د یو پاکټ بیسکویټو بیه ۱۵ ډالرو او د ماشومانو لپاره د یوې کیلو شیدو بیه ۳۱۳ ډالرو ته ختلې ده. په راپور کی دا هم ویل شوي چې تیره میاشت د لوږي له امله د مرګ ۳۲ پیښی ثبت شوی دی .
ملګرو ملتو نو ویلي چې په سوریه کی ۱۵ مختلفي سیمي دي چې د وګړو شمیره یې ۴۵۰زرو کسانو ته رسیږي، د سوریې د حکومت او داعش له لوری کلا بند شوې چې نه ورته دوا درمل رسیږي او نه خوراکي توکي

د ملګرو ملتونو سر منشي بانکي مون د سیمو کلا بندي او په لوږه د دغو سیمو د خلکو وژنه د اسد د حکومت د وسله کارونه بللې ده او د رژیم دا ډول کړني یې غندلې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x