نړۍ

چارسده: باچاخان پوهنتون ته بريدګر ننوتي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د خيبر پښتونخوا چارسدې ولسوالۍ کې باچا خان پوهنتون ته وسله وال بريدګر ننوتي او ناتاره ډزې يې پيل کړي دي.

سرچينې وايي، چې بريدګر پوهنتون ته ننوتي، ډزې يې پيل کړي، د پوهنتون استاد، محصلين او عمله په کوټو کې بند دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې اوس هم د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل کيږي او امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي دي.

نن سهار د چارسدې په ځينو سيمو کې امنيتي ځواکونو داسې شکمن کسان نيولي وو، چې د امنيتي ځواکونو يونيفورم، وسلې او چاودېدونکي توکي ورسره وو.

تېره اوونۍ د پېښور پوليسو داسې ليکنو تر لاسه کړي وو، چې د سيمې ښوونځيو او پوهنتونو ته په کې د بريد ګواښ شوی وو او له همدې امله پېښور او شاوخوا سيمو کې دولتي او خصوصي ښوونيزې ادارې تړل شوې وې.

د ايالتي اسامبلۍ غړی ارشد علي وايي، چې بريد د پوهنتون په ديوال ور اوښتي او د چاودنو او ډزو له اندازې ښکاري، چې د بريدګرو شمېر زيات دی.

تېره ورځ هم پېښور ته څېرمه د خيبر ايجنسۍ قبايلي سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوسته بريد کې لس تنه وژل شوي وو او له شلو زيات ټپيان وو.

په دې وروستيو کې د پاکستان ګڼو سيمو کې پر امنيتي ځواکونو او دولتي تاسيساتو بريدونه او چاودنې زياتې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x