نظــر

په قطر کې د کرزي دسرپرست سفیر نوادر!

AB2841A7-18D4-43D5-8176-B472946CA5CB w640 r1 s cx0 cy10 cw0  د ګڼو خبري رسنیو د خبرونو او ګڼو کارپوهانو د څېړنو له مخې څه باندې یو کال کېږي چې دطالبانو ځینې استازي قطر ته تللي، هلته میشت دي، او له همغه ځایه له نورې نړۍ سره اړیکې نیسي، سفرونه کوي، په کنفراسونو کې په ښکاره توګه ګډون کوي، چې تر ټولو واضح او ښکاره یې تېر کال په جاپان کې د یو پوهنتون له خوا په جوړ شوي سیمینار کې ګډون کول، او بیا په فرانسه کې په یو څېړنیز سیمینار کې یې د استازو ګډون د یادولو دي.

  نوموړو سفرونو او په سیمینارونو کې ګډون کولو ته په کتو سره ښکاري چې نور سفرونه اوملاقاتونه به یې هم تر سره کړي وي، کوم څه چې دکرزي فشار یې ۲۰۰ ته پورته کړ!  تردې چې په خپلو ولي نعمتانو یې درنه بمباري وکړه! که څه هم چې اوس اوس خو يې بیرته خپل استفراق وخوړولو، او په وچه سپین سترګۍ سره یې وویل چې ما داسې نه دي ویلي! سترګې مې دپوچې راووزي چې زه به دخپلو دوستانو په هکله د دا رنګه ګوستاخۍ تصور قدرې هم وکړم! مګر دوستان به یې ځکه باور پرې ونه کړي چې سړی حال حال دی! که سیګريټی پر خپل وخت ورته ورسېد خو ښه زما او ښه یې ستا، او که نه بیا نو چې څه په خوله ورغلل وايي یې!

هغه ورځ ‌آشنا تلویزیون په قطر کې د کرزي له سرپرست سفیر سره مرکه درلوده، نوموړي په خپلو خبرو  کې وویل چې په قطر کې د طالبانو یو شمیر استازي هستوګن دي، مګر له چا سره د کتلو او لیدلو اجازه نه لري، دوی یوازې دلته ددې لپاره راوستل شوي تر څو له امریکا سره د هغوی دبندي د تبادلې پر سر خبرې وکړي!

هغوی له ټولې نړۍ سره راشه درشه لري، ښکته پورته کېږي، سفرونه کوي، په کنفرانسونو کې ګډون کوي، نړیوالو ته په زغرده خپل دریځ څرګندوي، مګر د کرزي مامورین داسې د سوی په خوب ویده دي چې یا خو له دې ټولو واقعیتونو نه نا خبره دي، او یا هغه د زرکې کانه پرې شوې، زرکه سر په واوره کې ومنډې نور فکر کوي چې زه څوک نه وینم نو خلک به هم ما نه ویني، همغه وي چې ښکارځن ورشي او له لکۍ نه یې را ونیسي.

 که د کرزي مامورینو د زرکې په څېر سرونه په واورو کې منډلي وي نو لیرې نه ده چې طالبان به یوه ورځ یو یو له لکۍ نه په داسې حال کې رانیسي چې دوی غریبان به په ځان خبر هم نه وي!

 اوس د چا ومنو، د کرزي که یې د برکټي؟! کرزی وايي طالبان هره ورځ په خلیجي او اروپايي هېوادونو کې له امریکایانو سره یو ځای چاکلیټ خوري! که دا خبره رښتیا وي نو معنی دا چې طالبان چې خلیجي یا اروپایي هېوادونو ته ځي نو طبیعي خبره ده چې له هغوی سره به راشه درشه هم لري، یو له بل سره به د موضوعاتو پر سر خبرې هم کوي، او که یې د برکټي ومنو نو معنی دا چې طالبانو نه جاپان ته سفر کړی، نه یې فرانسې ته او نه نورو هېوادونو ته! او په دې توګه نو برکټی له کومه ځایه  دومره زړور شو چې د خپل پلندر خبره په وچ دیواله ولي؟!

 ما فکر کولو چې یوازې دکرزي عصاب خراب دي، خو د کرزي د مامورینو کړو او وړو ته چې سړی وګوري داسې ښکاري چې الله جل جلاله یې هر یو په یو ډول نه په یو ډول لیونتوب نازولی!

سید ولي حامد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x