fbpx
د سعودي بهرنيو چارو وزير عادل الجبير

سعودي عربستان د ايران مقابل کې د اتوم جوړولو ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د سعودي عربستان بهرنيو چارو وزير عادل الجبير وايي، که ايران اتومي وسلې جوړې کړي، نو دوی هم حق لري، چې د خپل هېواد د خوندي کېدو په موخه اتومي وسلې جوړې کړي.

عادل الجبير رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې د امريکا له لوري پر ايران د بنديزونو لرې کول به ډېرې ناوړې پايلې ولري او سيمه کې د ثبات او امنيت لپاره يې د امريکا هڅې اړينې بللي دي.

پر ايران د لګېدلو بنديزونو له پورته کېدو وروسته رويټرز خبري اژانس په لومړي ځل د سعودي بهرنيو چارو وزير څرګندونې خپرې کړې.

عادل الجبير تېره ورځ پلازمېنه رياض کې خپل فرانسوي سيال لوران فابيوس سره د ګډې خبري ناستې په ترڅ کې پر ايران تور ولګاو، چې د عربي هېوادونو په چارو کې لاسوهنې کوي او همدې لاسوهنو له امله دوی اړ شول، چې ايران سره خپلې ډيپلوماتيکې اړيکې پرې کړي.

د عادل الجبير تر څنګ د سعودي بهرنيو چارو وزارت يو بل لوړپوړي چارواکي هم ويلي، چې ايران له ۱۹۷۹م راهيسې سيمه کې د بې ثباتۍ او خپل پرمختيايي فکر په لټه کې دی.

له دې وړاندې د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني مشر شهزاده فيصل الترکي هم ويلي و، چې دوی له پخوا پر همدې خبره ټينګار کوي، چې ايران سره د اتومي انرژۍ په اړه چې کومه پرېکړه کيږي، سعودي عربستان او د سيمې نور هېوادونه به هم ځان لپاره دا حق غواړي.

turk f

«موږ په زغرده وايو او پخوا مو هم ويلي، چې د ايران او شپږو سترو قوتونو تر منځ د اتومي انرژۍ د تړون په پروسه د دوی نيوکې شته او نړۍ بايد د دوی اندېښنو ته متوجه شي.»

«موږ په زغرده وايو او پخوا مو هم ويلي، چې د ايران او شپږو سترو قوتونو تر منځ د اتومي انرژۍ د تړون په پروسه د دوی نيوکې شته او نړۍ بايد د دوی اندېښنو ته متوجه شي.»

ترکي الفيصل وايي، چې ايران عربي نړۍ کې ستونزو او لانجو ته لمن وهي، سوريې، عراق، فلسطين، يمن او بحرين کې د ټولو کشالو تر شا د ايران لاس دی او له همدې امله نړۍ بايد ايران ته اجازه ور نه کړي، چې په لويه کچه د ټول وژنې او اتومي وسلې جوړې کړي.

سعودي له ايرانه په دې هم ګيله من دی، چې د اسلامي دولت پر ضد روانه جګړه کې د شيعه ملېشو ملاتړ کوي او تکريت کې اسلامي دولت ډلې سره د جګړې مسؤوليت او د ايراني جنرالانو ګډون سعودي عربستان اندېښمن کړی دی.

«ايران د خپلو شومو موخو لپاره په سيمه کې خپل نفوذ پراخوي او دا کار زموږ لپاره د منلو وړ نه دی»

ځواکمن ايران به سيمه کې د امريکا پوليس وي

وتلي برتانوي ليکوال او د انډيپينډينټ ورځپاڼې ژورناليست په خپله نوې مقاله کې ليکلي،که ايران اتومي ځواک شي، نو دا به عربي نړۍ کې ايران ته دا قوت ورکړي، چې د امريکا لپاره د پوليس په توګه دنده ترسره کړي.

وتلی برتانوي ژورناليست او د انډيپينډينټ برتانوي ورځپاڼې لپاره د عربي چارو کارپوه

وتلی برتانوي ژورناليست او د انډيپينډينټ برتانوي ورځپاڼې لپاره د عربي چارو کارپوه

رابرټ فيسک زياتوي، چې د ايران او امريکا ترمنځ شوي امنيتي تړون سعودي عربستان او نور عربي هېوادونه اندېښمن کړي او وايي، چې دا امنيتي تړون د سيمې د امنيت لپاره ستر ګواښ دی.

مقاله کې راغلي، که ايران او امريکا پر يو بل د باور فضا جوړه کړي، نو دا به د منځني ختيځ په سياست کې بنسټيز بدلونونه راولي او کېدای شي راتلونکي لنډ وخت کې ايران په سميه کې د پخواني شاه په څېر د امريکا پوليس شي او د ليکوال په وينا دا کار به عربي نړۍ کې د يوې خطرناکې زلزلې په شان وي.

رابرټ فيسک ليکلي، چې د ايران او امريکا اړيکې باوري شي او ايران عربي نړۍ کې د امريکا د ګټو د خوندي کولو په موخه د پوليس رول پيل کړي، نو هغه مهال به امريکا له سعودي سره د خپلو اړيکو په اړه له سره غور کوي او وايي به چې سعودي عربستان امريکا او نړۍ ته اسامه بن لادن او پنځلس هغه ځوانان ور ډالۍ کړي، چې د امريکا دوه تجارتي برجونه يې ونړول.

ليکووال زياتوي، چې د سعودي عربستان، طالبانو او «سخت دريځو» جهادي ډلو ديني فکر سره ډېر ورته والی لري.

د رابرټ فيسک په وينا د ايران او امريکا تر منځ د اتومي تړون ګټه د ايران تر څنګ د سوريې ولسمشر بشارالاسد ته هم رسيږي او هغه هم ورته ډېر خوښ دی او ډېر عرب چارواکي فکر کوي، چې اوس کېدای شي بشارالاسد د خپل پلار حافظ الاسد په څېر تر ډېره په واک کې پاتې شي.

د عربي چارو کارپوهان له ډېره وخته په دې اند دي، ايران عربي نړۍ کې د خپل پراختيايي فکر په لټه کې دی او د امريکا په خوښه عربي هېوادونو لګېدلي کې اور ته لمن وهي او غواړي، چې سيمه کې د يو ځواکمن هېواد په توګه رامنځته شي.

د الجزيرې تلويزون د «الاتجاه المعاکس» سياسي پروګرام چلوونکی دکتور فيصل القاسم وايي، چې ايران د امريکا په مشوره سيمه کې د حکومتونو پر ضد په ګڼو پلانونو کار کوي او امريکا غواړي، چې ايران سيمه کې د يو مشر او قوي هېواد په توګه رول ادا کړي او د سيمې ټول هېوادونه د ايران تابع وي او د همدې لپاره يې عراق، سوريې، لبنان، بحرين، يمن او نورو هېوادونو کې خپل مستقيم او غير مستقيم عمليات پيل کړي او ايران د امريکا په مرسته تر ډېره په خپلو موخو کې بريالی شوی دی.

نوموتی لیکوال، شنونکی او پیاوړی عرب ژورنالیست دکتور فیصل قاسم

نوموتی لیکوال، شنونکی او پیاوړی عرب ژورنالیست دکتور فیصل قاسم

ژورناليست او د عربي چارو شناند عبدالوهاب بدرخان په دې اند دی، چې د ايران او امريکا ګډ سياست له ډېر پخوا را روان دی او د امريکا بهرنيو چارو وزير جون کيري له تېرې اوږدې مودې په همدې لټه کې و، چې ايران سره د اتومي انرژۍ په اړه خبرې اترې بريا ته ورسيږي.

عبدالوهاب بدرخان زياتوي، چې ايران د امريکا په مشوره د عراق، سوريې، يمن، بحرين او نورو خليجي هېوادونو په چارو کې لاسوهنه کوي او هڅه کوي، چې هر څه د خپلې ستراتيژۍ په ګټه راوګرځوي، سيمه کې شيعه ګان د سنيانو پر وړاندې غښتلي کړي، سنيان پرې وډبوي او له دې وروسته ګرده سيمه په خپل کنټرول کې واخلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د