
د هند نوی سفير کابل ته راورسيد
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان لپاره د هند نوی سفیر نن کابل ته راورسيد.
وهرا منیریت پخپله ټویټر پاڼه لیکلی چې دی افغانستان ته رسېدلی او نن يې په کابل کې لومړۍ ورځ ده.
تر دې وړاندې د حکومت ويلی و، چې دوی به ډېر ژر د امرسینها پر ځای په کابل کې بل سفیر وټاکي.
دوی نه دي ويلي چې د امرسینها د لرې کېدو علت څه دی، خو نوي ټاکل شوي سفیر تر دې وړاندې په پاکستان کې هم د سفیر په توګه دنده تر سره کړې ده.
وهرا منیریت د هند په بهرنیو چارو وزارت کې له نږدې ۲۸ کلونو راهیسې مختلفې دندې ترسره کړې دي.
هند په داسې وخت کې خپل شپږم سفیر بدل کړی، چې د سولې د هڅو په پلمه افغان او پاکستان حکومتونه بیا سره نږدې شوي دي