
پکتیکا وال: په خوشامند ولسوالۍ کې ناپېژاندو چورلکو الوتنې پیل کړې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د پکتیکا اوسېدونکي وايي چې له څو ورځو راهیسې د خوشامند ولسوالۍ په مربوطاتو کې ناپېژاندو چورلکو الوتنې پیل کړې دي.
د پکتيکا په مرکز کې د دې سیمې اوسېدونکي وايي چې دوی وېره لري، په خوشامند کې هم لکه ننګرهار کې ځينې مخ پټي وسله وال کوز نه کړي.
د خوشامند اوسېدونکي وايي چې چورلکې په زېګۍ، جګۍ او مدرسې کلیو را څرخي خو په وينا يې تر اوسه يې ناسته نه ده کړې.
خوشامند د پکتیکا هغه ولسوالۍ ګڼل کېږي چې یوازې د ولسوالۍ ودانۍ د دولت په لاس کې ده.
په مرکز ښرنه کې د خوشامند ولسوالۍ ځينې قومي مشران بیا وايي چې د چورلکو له لارې هلته داعش ور وړل شوي دي.
د پکیتکا د والي وياند دا ډول څرګندونې بې بنسټه بولي او وايي چې د پکتیکا په یوه سیمه کې هم داعش موجود نه دی.
یاده دې وي سیاسي مبصرين او د حکومت ځينې لوړ پوړي چارواکي داعش د سیمې د استخباراتو او د افغان حکومت ګډه پروژه بولي.