افغانستان

محمد اشرف غني سویس ته په سفر تللی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): ولسمشر محمد اشرف غني په سویس کې د اقتصاد نړيوالې ټولنې په غونډه کې د ګډون لپاره هغه هېواد ته ورسيد.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې ولسمشر به په دې دوه ورځني سفر کې د سویس په داووس ښار کې په غونډه کې ګډون وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې محمد اشرف غني به ورسره د تللي پلاوي په ملتیا په سویس کې د ناتو له سرمنشي او د نړۍ د اقتصادي شرکتونو له مشرانو سره هم خبرې وکړي.

له محمد اشرف غني سره په سفر کې د هغه سلاکار محمد همايون قيومي او د ماليې وزیر اکلیل حکيمي هم ملګري دي.

خبرپاڼه زياتوي چې نوموړی به د غونډې په څنډو کې د سیمې د امنیت په موخه هم د ځينو هېوادونو له استازیو سره خبرې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x