افغانستان

د لوګر په سجاوند کې امریکایانو ۴۰ تنه افغانان قتل عام کړل

دلوګر ولایت  دبرکي برک ولسوالۍ له سجاوند څخه ورکول شوي راپورونه وایي چې په دې سیمه کې امریکایانو له وړمې شپې دپیل کړیو عملیاتو په لړ کې ترڅلویښت ډیر کلیوال په شهادت رسولي .

له سجاوند څخه وروستي معلومات وایي چې دامریکایي وحشي عسکرو له بیرته تللو وروسته معلومه شوې ده چې په سیمه کې خورا زړه لړزوونکی ناورین رامنځته شوی  ، دسجاوند خلک وایي تراوسه یې دشهیدانو څلویښت جسدونه موندلي ، دعیني شاهدانو په قول په شهیدانو کې ۱۲ تنه طالب مجاهدین دي چې دطالبانو په یوه مرکز دبمبار په مهال په شهادت رسیدلي ، له هغو پرته نور ټول عام وګړي ، سپین ږیري ، ځوانان او ماشومان دي ، چې له خپلو کورونو ایستل شوي او په کروندو او پټیو کې په شهادت رسول شوي دي .

دسجاوند دخلکو په خبره دلسګونو کلیوالو لا هم درک ورک دی چې امریکایانو له ځان سره بیولي او که په په شهادت یی رسولي ، دکلي دخلکو په وینا امریکایانو له شهیدانو سره هم سخت بد چلند کړی او په سخت قساوت یې شهیدان کړي دي ، له چایي سرونه اوپښې غوڅ کړي ، دچاپوزې پرې شوي او او د چا نسونه څيرل شوي دي .

تیره ورځ داسې خبرونه خپاره شوي وو  چې سجاوند سیمه امریکایانو محاصره کړې او هیڅوک نه پریږدی چې دې منطقې ته داخل شي یا بهر ووزي ، تراوسه په دې اړه هیڅ معلومات نه وو چې په سجاوند کې څه تیریږي مګر اوس له سیمې دامریکایانو له وتلو وروسته  څرګنده شوي چې دوی هلته کوم جنایت کړی دی .

دسجاوند خلک وایي ددوی کلي ته نیمه شپه امریکایان له ځمکې او هوا داخل شول ، لومړی یې دطالبانو په یوه مرکز بمبار وکړ او وروسته یې دعاموخلکو په کورونو هجوم وروړ او دوحشي ځناورو غوندې یې دخلکو په داړلو او ویشتلو پيل وکړ ، باید وویل شي چې ددې جنایت په مهال ګڼ کسان ټپي شوي دي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي ، ځیني کسان دامریکایي سپیانو لخوا داړل شوي او وضعیت ډیر خراب دی .

د سجاوند وروستی حال په نن ټکی اسیا کې کتلای شئ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x