افغانستان

پکتيکا قومي مخور: پاکستاني ځواکونه مخ پر وړاندې را روان دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه مېشت قومي مخور وايي چې پاکستاني پوځيان ورځ په ورځ په افغان خاوره کې مخ پر وړاندې را روان دي.

د برمل ولسوالۍ د انګور اډې اوسېدونکي وايي چې پاکستاني پوځيانو وروسته له هغه چې تر ډېورنډ کرښې څو کیلومتره دې غاړه يې د دوی په سیمه کې دروازه رسماً پرانیستله ورځ په ورځ مخ پر وړاندې را روان دي.

د دوی په خبره پوځيانو د دروازې په څنګ کې په لرې فاصله کې په افغان خاوره کې تر دروازې را وړاندې امنیتي پوستې جوړې کړې دي، د دوی په خبره دلته مېشت افغان سرحدي عسکر ورسره یوه خوله دي او د هغوی د پرمختګ پر وړاندې چوپه خوله دي.

د انګور اډې د بازار ګوټي اوسېدونکي وايي چې پاکستاني پوځیان يې د هېواد ضد خبرې ورته کوي او په وينا يې د برمل ټوله ولسوالۍ په پاکستان پورې تړلې بولي.

د حمیدالله په نوم دوکاندار وايي چې پاکستاني پوځيان د دوی دوکانونو ته ورځي دوی ته ډاډ ورکوي چې څو ورځې کې به د برق پايې ورته را ورسېږي او په ټول بازار کې به برېښنا فعاله شي.

د پکيتکا ځايي چارواکو د برمل د اوسېدونکو د څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې ويلي و، چې دوی په انګور اډه کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د دروازې د جوړېدو مخه ونیوله، په داسې حال کې چې د لړم پر درویشتمه د پاکستاني لوړپوړو پوځي چارواکو له لوري دا دروازه رسماً پرانیستل شوه.

ياده دې وي چې له څه مودې راهيسې د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د خندق کېندنې چارې هم روانې دي او په ننګرهار او کندهار کې پراخې سیمې د پاکستاني پوځیانو تر واک لاندې شوې دي، خو افغان لوړ پوړي چارواکي يې پر وړاندې چوپ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x