نظــر

عاجل خبر : په لوګر کې هیڅ هم نه دي پیښ شوي (!!!)

 3410402772 efe8e28272دلوګر ولایت په اړه وروستي راپورونه وایي چې تیره ورځ په دې ولایت کې هیڅ کومه پیښه هم نه ده شوې ، تیر ۴۸ ساعتونه په دې ولایت کې په پوره خیر خیرت  او کرارۍ سره تیر شوي او حتی دمیږي پښه هم نه ده زخمې شوې . ځکه چې له نړیوالو رسنیو نیولې تر کورنیو پورې  په هیڅ رسنۍ کې هم دلوګر په اړه دکومې بدې بې خونده پیښې په اړه کوم  خبر قدرې نه دی ورکول شوی ، همدا اوس چې د مارچ ۲۷مه او دافغانستان په وخت ۱۱ نیمې بجې دي ما تقریبا ټول شناخته ویب پاڼې او خبري اژانسونه ولټول

،له افغان اسلامي اژانس  ، نن ټکی اسیا او دطالبانو له ویب پاڼې پرته نور ټول اژانسونه په دې یوه خوله دي چې په لوګر کې خیر خیرت دی ، او دچا پوزه هم نه ده ویني شوې .

ما دازادۍ راډیو پاڼه هم وکتله ، دا راډیو چې ترهره ډبره لاندې یې یو خبریال شته ، او تراوریدونکو یې نطاقان او خبریالان ډیر دي ، هم وایي چې په لوګر کې خیر خیرت دی ، ددې راډیو یوه خبریاله ذکیه غیاثي ده ، دذکیې غیاثې مېړه نذیراحمدنذیر نومیږي چې دلوګر دبرکي برک ولسوالۍ دسجاوند دکلي دی ، دازادۍ رادیو دنورو خبریالانوعلاوه داخبریاله هم چې ښایي دخپل میړه له کلي به ترهرچا ښه خبره وي ، په دې نظر ده چې په لوګر او سجاوند کې خیر خیرت دی نوځکه خو یې تراوسه کوم راپور او خبر نه دی ورکړی  .

ما پژواک هم وکوت چې ډیر خبریالان یې لوګریان دي ، دې اژانس هم په خپلو دریو پاڼو کې په زبان حال ویلي چې په لوګر کې هیڅ پیښه نه ده شوې ، ما دپښتوتقریبا ټولې معتبرې پاڼې هم وکتلې ، چې ټولو په یوه خوله  په زبان حال سره همدا ویل چې په لوګر کې هیڅ پیښه نشته ، دوی دهغو برتانویانو دویر ټغر  ویړ کړی وو چې تیره ورځ دهلمند په نادعلي کې ټپیان شوي .

ما رویټر عربي ، بي بي سي او نورې ډیرې پاڼې هم بیا بیا واړولې راواړولې ، خو ټولو همدا خبر ورکاوو چې په لوګر کې هیڅ پیښه نشته  خــــو.

خو زما مبایل ته  پرون  لا یوه لوګري  شاعر ملګري عباسي خدرخېل مسیج رالیږلی ، چې دلوګر په سجاوند کې سخت قتل عام روان دی ، عباسي خدرخېل چې دلوګر اوسیدونکی دی او له سیمې یې کره  او لومړی لاس معلومات لرل ، ماته یې پرون لا وویل چې  چې په سجاوند کې دامریکایي ځانګړو ځواکونو لخوا لسګونه کسان وژل شوي دي ، او لا هم  وژل اوویشتل دوام لري .

ما له ښاغلي خدرخېل سره په تیلفون هم خبرې وکړې ، هغه ویل ډیرداسې کسان پیژنم چې تراوسه وژل شوي او نور  لاهم وژل کیږي ، مګر زما زړه ځکه نه منله چې تراوسه په هیڅ رسنۍ کې نه وو راغلي .

خو تر نن سهاره  دمارچ ۲۷ مه چې امریکایان دسجاوند دخلکو په وژلو او داړلو ستړي شول ، او ستړي ستومانه ، سرې ژامې بیرته دکابل په خوا ستانه شول ، لا هم رسنۍ ناخبره ده ، او ټولې په دې اړه یوه خوله دي چې په سجاوند کې خیر خیرت دی هیڅ پیښه نشته .

دسجاوندهغه ماشومان چې ۳۰  ساعته وړاندې  یې دامریکایي سپیانو ترپنجو لاندې  دژوند وروستۍ سلګې ووهلې اوس یې جسدونه ترخاورو هم لاندې شول خو دنیا لا ناخبره ده ، دسجاوند ژوندي پاته اولس خپل ۴۰ شهیدان راټول کړل ، خو نړۍ یې په یوه مړینه هم نه ده خبره ، دسجاوندیانو په بهیدلو وینو باندې ۲۴ ساعته ووتل ، دوینو سوروالۍ یې ختم شو او تورې  واوښتې ، خو ددوی وینې لاهم په خبري ادارو کې دوینو په توګه په  رسمیت نه دي پیژندل شوي ، لا هم په داخلي او بهرنیو خبري ادارو  کې په دې بحثونه روان دي چې دا خبر خپور کړي او که یې سانسور کړي .

په قسم سره وایم چې ددې سترقتل عام خبر مې تراوسه دطالبانو له پاڼې پرته یوازې په افغان اسلامي اژانس کې لوستی  ، لکه په سجاوند کې چې ټول دطالبانو ښځې او ماشومان او دیعقوب شرافت  داکازامن وژل شوي وي ، لکه دسجاوند وژل شوي چې انسانان افغانان  او ژوندي ساري نه وي ، لکه هغوی چې له کومې بلې نوعې وي ، چې په رګو کې یې وینه نه بلکې اوبه بهیږي .

های   دیوویشتمې پیړۍ وطني او جهاني منافقانو !!!

های  دپژواک ، بي بی سي ، ازادۍ ، امریکا غږ ، مشال او نورو رسنیو  بې انسانیته  خبریالانو او خبرلیکونکو !

په دې مې یقین ووچې ډالرو مو په روح اوبدن کې حلول کړی ، داسلامي او افغاني خواخوږۍ  ځای یي اشغال کړی او ستاسو ماهیت یې غربي کفري ګرځولی ، مګرستاسو دومره  منافقتچ مې هیڅکله نه وو اټکل کړی ، چې داسې به په یوه خوله او یوه اشر  دغربي درندګانو جنایت ته  دخپل ایمان او افغاني خواخوږۍ په بیه پرتوګ کوئ .

تاسو خدای ته مخ کړئ او دنیا ته شاه کړئ ، چې که یوه انسان بې موجبه  راولاړ شي او ۴۰ دانې چرګان په ګولیو وولي ، سرونه ترې غوڅ کړي ، په سپیانو یې وداړي ، نسونه ورڅيري کړي  او ټول وطن یې په وینو ولمبوي ، آیا تاسو به یې په اړه  کوم راپور خپور نه کړئ  ؟؟؟

معلومه خبره ده چې ضرور به یې دخپلو جالبو خبرونو په برخه کې راوړئ ، مګر په لوګر کې ۴۰ بې ګناه انسانان بې موجبه وژل شوي  ، او همدومره نور نادرکه دي ، خو ستاسو خولو ته  لا هم ډالري قلفونه لګیدلي ، نه پوهیږم ستاسو په سینو کې زړونه دي که ډبرې ، نه پوهیږم تاسو په امریکا د ډالري تنخوا په مقابل کې یوازې خپل استعداد خرڅ کړی او که خپل انسانیت ، افغانیت  ، اسلامیت ، دخواخوږۍ حس ، عاطفه  او ایمان مو هم ورباندې خرڅ کړی دی .

زه خو چې دخپلو لوګریانو په مقابل کې ستاسو دا بي تمیزي وینم ، نو پخوا که راته یوازې غلامان ښکاریدئ اوس راته دانسانیت او حیوانیت له چوکاټه هم وتلي ایسئ ، ځکه اقلا  د زړه څښتن انسان او حیوان ضرور ددومره وینو په توییدلو باندې ټکان خوري او یو عکس العمل ښیي ، که دغوا خوسکی هم څوک په لښته ووهي نو  رمباړه باسي ، مګر تاسو خو د ۴۰ انسانانو په قتل عام خپلې خولې ، ژبې ، قلمونه  او ویب پاڼې ګونګې نیولې ، معلومیږي چې ستاسو په سینو کې انساني عاطفه او زړونه نشته بلکې په ځای دصلیبیت په زنګو او خیرو لړلې ډبرې دي .

زړه یې مه بوله تور کاڼی دصحرا دی

په لیدو دزخمي زړه چې زخمي نه شي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x