
د شاعر او ليکوال نقيب احمد عزيزي سره مرکه

مرکه کوونکی: زاهد کریمزی
ځوان شاعر او ليکوال نقيب احمد عزيزي مو در سره غږولی، عزيزي ډېر مطالعه کوي، ښه نثري ليکي او ښه شاعري هم په کره کتنه کې هم بد نه دی، د ملګرو په بنډار کې ملګرو ته کنايي ډېرې کاروي. دلته مو د شعر او شاعرۍ په اړه له تاسو سره غږولی
زاهد کريمزی: عزيزي صيب! السلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
شعر الهې لورينه ده که رياضت غواړي؟
نقيب احمد عزیزي: وعليکم سلام
دا خو ډېرې اسانه هم نه ده
عزیزي: زه به خپله رايه درته ووايم
کريمزی: زما ستا رايه په کار ده
عزیزي: دا منو چې شعر يو ځانګړی استعداد دی چې د ځينو انسانانو په فطرت کې ګډ دی، يانې ويلای شو چې دغه ځانګړتيا خدای پاک په ټولو کسانو کې يو ډول نه ده ايښې. داسې يې وګڼئ چې د ځينو سترګې تورې وي، د ځينو شنې وي، د ځينو وېښتان تور وي، د ځينو سره وي، د چا قامت لوړ وي، د چا ونه ټيټه وي، څوک ښې ټوکې کوي، د چا خطابه خوندوره وي، څوک بيا توړی وي ژبه يې بندېږي، څوک سندرغاړی وي، څوک څنګه او څوک څنګه. د استعداد په هکله انساني توافق ته ضرورت نه وي، د دې برعکس کسبي شيان انساني توافقاتو او رياضت ته ډېره اړتيا لري. شاعري تر ډېره بريده فطري ده، خو کسبي اړخ يې هم غښتلې کوي. يانې په لويه کې شاعري فطري خاصيت دی، وروسته يې شا و خوا مطالعه، مراقبه او مشاهده ممکن قوي کړای شي. داسې يې وګڼه لکه په کمر کې چې ګل راشين وي، که يې لا ښه وپالې لا ښه وده به وکړي؛ خو دا حتمي نه ده چې په هر وچ کمر کې دې ګل وټوکېږي. دا بيا جلا بحث دی چې شاعري څومره مثبت صفت دی، نه دی، شاعر او ناشاعر څنګه پرتله کېږي. پر دې به اوس نه غږېږو. اوس راځم دويمې پوښتنې ته!
کريمزی: ولې شعر ليکې؟ د شعر ذوق د تسکين لپاره که کومه بله ګټه په کې هم شته.
عزیزي: شعر ولې ليکو؟ انسان تنده لري چې تل نوي اړخونه کشف کړي، نوي څه ووايي او لنډه دا چې انساني فطرت داسې دی چې پلټنه يې خوښېږي. پلټنه که معنوي وي او که مادي شيان وي انسان تنده لري چې د خپل تکامل په دوران کې موازي په پلټنه کې هم وړاندې روان وي. د بشريت د معرفت څلور لارې ډېرې عمده دي چې د پلټنې او ذوق تنده روباندې ماته کړي. ۱. دين: چې انساني معرفت ته يې ډېر څه وربخښلي، حتی ويل کېږي چې بشري نړۍ ته لومړی د مدنيت تصور دينونو راووړ. د دينونو بنسټ پر وحيې ولاړ دی. ۲. فلسفه: د بشريت د معرفت لپاره بله لاره فلسفه ده، چې پر ژوره پلټنه، منطق، استدلا او مباحثه ولاړه ده. دغه هم د بشريت د فطري تندې د خړوبولو يوه وسيله ده. ۳. هنر: د هنر بنسټ پر عاطفه، تخيل، لاشعور، شعور او اخساساتو ولاړ دی، دغه هم د انسانانو د لويو غوښتنو او هيلو د اظهار او ذوق د روزنې وسيله ده. لوی هنرونه د انسان سوپر ايګو يا لاشېز کوي. تر ټولو مهمه دا ده چې په انسان کې حيواني صفتونه زمول او ورک شي، هنر د همدې لارې لوی عامل دی چې انسان نامستقيم روزي او خوشالوي. پټې هيلې د انسان د وجود هغه ارواپوهنيز اړخ دی چې تر اوسه زموږ اوراپوهنيز ادبيات ترې بېخي کم برخمن دي. نو د شعر او بلکې هر هنر د پنځولو ډېر عوامل شته چې يوازې د ښه هنر د ننداره کولو پر مهال ورباندې ښه پوهېږو. ۴ساينس: دا هم د بشري معرفت هڅه ده، ساينس مطلق پر مشاهده، مستقيم او نامستقيم ثبوت ولاړ دی. دلته د هنر درجه صفر وي، يوازې واقعيت بيانېږي. دلته بيا يوه ستونزه دا پېښېږي چې ځينې مبتدي الاطلاع کسان د حقيقت او واقعيت په تفکيک کې ورک شي. ساينس واقعيتونه کشفولای شي، خو ضرور نه ده چې هر حقيقت دې کشف کړي. د حقيقت او واقعيت په اړه پراخ بحث هم زموږ له اوسنۍ موضوع خارج دی او يو وخت بايد بل ځای ورباندې وغږېږو. نو شعر او بلکې د بشريت د معرفت درېيم توکی ځکه مهم دی، ځکه يې ليکو او يا يې ځکه بايد واورو.
لوی هنرونه د انسان سوپر ايګو يا لاشعور روزي.
کريمزی: ښه نو دا ووايه، چې شعر يعنې څه؟
عزیزي: شعر د هنر د کورنۍ مهم غړی دی . پر هنر خو درته وغږېدم
کريمزی: خو ډېر بيا شاعري هنر نه ګڼي، ولي؟
عزیزي: هغه خو نظمونه اکثره وخت له هنره دباندې وځي، شعر که قلم بند شوی هم نه وي، په هنر کې داخل دی او دا څوک دی او په کوم دليل دا خبره کوي چې شعر له هنره دباندې شی دی؟؟
کريمزی: تا خو هم نظمونه له هنره وويستل، همدا خو د شاعرۍ يوه برخه ده.
عزیزي: نظمونه بالکل شاعري نه ده، شاعري منظومه کېدای شي، خو هر نظم شعر کېدای نه شي، د غزل په قالب کې ډېر نظمونه شته، موږ تاسې يې غزل بولو، خو نه د شعر بوی هم نه لري.
کريمزی: بله دا چې دا د شعر او شعار خبره هم کله نا کله ياديږي، که دا راته لږ واضح کړې.
عزیزي:وزن او قافيه خو موزون او منظوم کلام شعر کولای نه شي، البته د اهنګ نسبي تاثير جلا خبره ده
شعار بې هنره پيغام ته وايي
د هنر خواږه او د هنر کار نه شي ورکولای
خدای، وطن، دنده شعار دی، شعر نه دی.
د ملي اردو شعار دی
ننګرهار اسلامي پوهنتون د اشرف غني فاسده اداره نه مني» د اشعر دی، که يې منظوم کړې، وزن، قافيه، رديف ورکړې هم شعر نه دی، دا شعر نه دی، وبښه شعار دی دا ننګرهار شعار
کريمزی: که د شعر او شعار تر منځ کرښه يواځې خوند وي؛ نو خو خوند کوم تعريف نه لري
عزیزي: خوند يې تر منځ کرښه نه ده، هنري منطق او هنري زور يې د بېلتون کرښه ده
خوند که معيار کړو، بيا خو د شعار پيروانو ته خپل ګوندي شعار د استاد پسرلي تر شعر هم ډېر خوند ورکوي. خوند زه هم عمومي معيار نه بولم
کريمزی: شعر د شاعر شعري ذوق ګڼۍ که د ټولنې اړتيا؟
عزیزي: په ارواپوهنه کې يو بحث دی چې وايي د فرد اروايي روان پوهنه پر ټولنه تطبيقېدای شي، يعنې د فرد د شخصيت سازمان په ټوله کې د ټولني وجودي ځانګړتيا ده. يو لويه ټولنه هم داسې فرض کړئ لکه يو تن چې کومې هيلې، غوښتنې، محروميتونه، هوسونه، اړتياوې او هر څه لري، ټولنه يې هم لري. لنډ به درته ووايم چې شعر د توليد پر مهال يوازې د شاعر ذهني او قلبي محصول دی، کله چې ټولنې ته ځي بيا د فرهنګ اړتيا پوره کوي او ضرورت ځنې جوړېږي. د نړۍ تمدنونه د شعر پرېمانې نمونې لري، ډېری شعرونه د يو ملت پر ادبي، علمي او تاريخي هويت د قبالو کار ورکوي. اصلاً زموږ د ادبي مرکو پوښتنې په جزياتو کې سر وهلې بروهلې جوړې شوې دي. شعر چې ټولنې ته لاړ شي، بيا هومره مهم کېږي لکه د عربي ادب چې يې ۱۵۰ کاله او حتی تر دې هم وړاندې زباد کړی دی.
کريمزی: مخکې د شعار خبره وشوه، د سليمان لايق شاعري هم زياته يوې ايډيالوژۍ ته شوې، دغه شاعري به شاعري ګڼو که شعار؟ همداسې د ناګار صيب ځينې شعرونه.
عزیزي: ايډيالوژي په خپل ذات کې پېچلي تعبيرونه لري، له علمي پروسې سره د ايډيالوژي لوی توپير دا دی چې مناقشه او نقد ته غاړه نه ږدي او هيڅ ډول انعطاف نه مني. ايډيالوژي کامله ګڼل کېږي، علمي لاره د تکامل هڅه کوي او مني يې چې کامل نه دی بلکې د اکمال په هڅه کې ده. په شريعت کې وايي چې د توبې دروازې د زمانې په پای کې بندېږي، مګر ايډيالوژي د مخالف پر وړاندې وار له مخه د هر څه دروازه تړي. دا چې ايډيالوژي تر ډېره پر مزعومو او مفروضو ارزښتونو ولاړه وي، شاعري ورته ځانګړې کول د شاعري پر تقدس يو څه پښه ايښودل دي؛ خو وروسته چې شاعري د ايډيالوژي ځلولو ته کار کوي ممکن د شعر هنر وي. ايډيالوژي په خپل ذات کې مثبت شی نه دی، مګر شعر يې ممکن مثبته ښکاره کړي. خو دا هم د يادولو ده چې شعر ځپلای شي، کله کله ممکن ايډيالوژيک تمايل خپل لاروي شاعر ته تر هنر مهم شي او دا وخت نو د ده د هنري ابتذال پيل وي.
کريمزی: له قالب ور هاخوا ته خپله د زړه خبره په شعر، که نثر کې ښه وړاندې کولی.
عزیزي: د زړه ځينې تلوسې، هيلې او اندېښنې شعر وي، وړاندې تر دې چې په کوم قالب کې ځای شي
هغه که د نثر قالب وي، که د شعر هر فورم
کريمزی: له خپله انده د ښه شعر لپاره کوم معيار غور ه ګڼئ؟
عزیزي: ښه شعر زه چا ته په بد نثر کې څنګه ور وښيم؟ دا پوښتنه په ډېرو مرکو کې کېږي، زه وايم که شعر په نثر چا ته ورښيو، ناکامېږو، ښه دا ده چې د شعر د تعريف لپاره شعر ووايو.
دا به وروسته په نقد کې څرګندوو چې د يو شعر د خوښېدو لامل کوم پټ ټکی دی؟
کريمزی: د شعر سره خیال ډېر ياديږي، ستا په اند په شعر کې خيال يعنې څه؟
عزیزي: خيال خو د هنر د ماڼۍ تهداب دی
کريمزی: د اوس لپاره مننه، بيا نور غږيږو
عزیزي: سمه ده مشره