
هند افغانستان ته درې چورلکې ورکوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د ملي دفاع وزارت وايي چې هندوستان افغان هوايي ځواکونو ته درې مي ـ ۲۵ ډوله چورلکې ورکوي.
د ملي دفاع وزارت وايي چې د دې چورلکو د مرستې ژمنه هند ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه د ملي امنيت سلاکار حنیف اتمر د سفر پ رمهال شوې وه.
د دوی په خبره دا چورلکې به نن ـ چهارشنبه ـ افغان دولت ته وسپارل شي.
دغه چورلکې په کابل کې د هند د نوي سفیر له ټاکل کېدو سره هم مهاله افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.
تر دې وړاندې امريکا هم A_29 ډوله الوتکې هم افغان هوايي ځواک سره مرسته وکړه، چې مبصرينو دا مرسته د ډاډ وړ ونه بلله او د الوتکو کیفیت ډېر ټیټ وګاڼه.
که څه هم د امریکا په مشرۍ د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې د افغان عسکرو روزل خپله لویه لاسته راوړنه بولي، خو لا هم د دغه عسکر له پرمختللي هوايي ځواک څخه بې برخې دي، چې علت يې د ناټو او افغان عسکرو تر منځ بې باوري ګڼل کېږي.