تور لاس

لیکواله: ایمان وردګ

محمد بن یوسف فریابي روایت کوي: زه له خپلو ملګرو سره د ابي سنان رحمةالله علیه د زیارت په نیت ووتلم، هلته چې کله ورورسیدو، ابي سنان رحمة الله علیه راته وفرمایل: زما د ګاونډي ورور وفات شوی دی، راځئ چې هغه ته د تعزیت له پاره ورشو، موږ چې پورته شوو او ورغلو ومو لیدل چې هغه سړی په ډېر سخت ژاړي، موږ کښیناستو افسوس مو وکړ او تسلي مو ورکړه، خو هغه لا هماغسي ژړل، موږ ورته وویل آیا تاته معلومه نه ده چې مرګ ضروري لار ده او هيڅ چاره نشته؟ ده په ځواب کې وویل: هو دا منم مرګ حق دی، خو زه په هغه شي ژاړم چې لامله یې زما ورور ته سهار او ماښام عذاب ورکول کیږي.

موږ ورته وویل: ته نو د االله په غیبو چا خبر کړی یې چې داسې وایې؟ ده وویل: نه زه په غیبو نه یم خبر، خو خبره داسې وه کله مو چې هغه په قبر کې کیښود او خاورې مو پرې واړولې، ټول خلک بیرته ترې روان شول، خو زه یې یوازې قبر ته ناست وم چې یو دم د هغه له قبر څخه داسې آواز راغی: آه زه یې یوازې پریښوم په داسې حال کې چې زه په سخت عذاب کې ګیر یم او ما لمونځ هم کاوه او روژه مې هم نیوله.

د دې خبرو په اوریدو سره ماته ژړا راغله او د قبر په پرانیستلو لګیا شوم، کله مې چې قبر پرانیست ومې لیدل له قبره د اور لمبې راپورته کیږي، او د اور یو طوق د هغه تر ستوني راتاو وو، د ورورولۍ مینې دې ته اړ کړم چې لاس وراوږد کړم او هغه طوق یې له غاړې ایسته کړم، په دې سره مې دغه ګوتې او لاس وسوځیدل( خپل تور لاس یې راښکاره کړ) بیا مې بیرته په هغه خاورې واړولې او ترې راغلم. اوس به ولې نه ژاړم او ولې د هغه په حالت غم ونکړم؟

موږ ورته وویل آیا داسې کوم خراب عمل وو چې ستا ورور به په ژوند کې کړی وي؟ ویې ویل: هو، هغه به زکات نه ورکاوه. کتاب الکبائر للامام ذهبي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د