افغانستان

عبدالجبار قهرمان د هلمند د جګړې لپاره موقتي قومندان وټاکل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د پخوانیو ملېشو مشر او د ولسي جرګې اوسنی غړی عبدالجبار قهرمان په هلمند کې د جګړې د کنټرول په تمه موقتي قومندان ټاکل شوی دی.

د ملي دفاع وزارت وايي چې عبدالجبار قهرمان نن په هلمند کې د ټول ولایت په سطحه عملیاتي قومندان وټاکل شو.

عبدالجبار قهرمان چې په سیاسي بحثونو کې يې د اوسني حکومت ټول جوړښت نا مشروع باله، د نوې دندې پر مخ وړلو لپاره چمتو شوی دی.

نوموړي د روان کال په اوږدو کې د زمري په میاشت کې له يو خصوصي تلویزون سره په خبرو کې د هېواد ټولې امنیتي ادارې د ماشومانو په لاس کې بللې وي.

هغه له اریانا نیوز سره په خبرو کې ويلي و، چې د هېواد امنیتي وضعیت ځکه خراب شوی، چې د هېواد ټولې امنیتي ادارې د ماشومانو په لاس کې دي، خو د پخوانيو ملېشو دا غړی نن د امنيتي ادارو له لوري په هلمند کې موقتي عملیاتي قومندان وټاکل شو.

ياده دې وي په هلمند کې باغران، دېشو، موسی کلا او نوزاد ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي او په دې وروستیو کې طالبانو د سنګین د نیولو خبرونه هم ورکړل، خو تېره ورځ ولایتي شورا بیا د ګرشک د سقوط وېره ښکاره کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فرانه وفا

د جبار مور یې هم نشي کنټرولولای

عبدالله

د شرق او غرب ګوډاګۍ الله تعالی خو دی روغ مه راوله

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x