افغانستان

په یوه اونۍ کې دننه د کورنیو چارو وزارت ۱۰۵ افسران او مسؤلین پر کور کښېنول شوي

نن په کابل کې د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي چې د کابل ښار د اتمي او دولسمي امنتي حوزو امرین له دندو ګوښه شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي د کابل ښار د اتمي او دولسمي امنیتي حوزو امرین په خپلو وظیفو کې د غفلت او بې پروایۍ له امله له دندو برطرفه کړي دي.

د کابل ښار دغه دوه تنه چارواکي پر داسي مهال له دندو ګوښه کیږي چې د روانه اونۍ په اوږدوکې په دولسمه حوزه کې نامعلومه کسانو د انجونو یوه ښوونځۍ وسوځول او ساتونکی یې ووژل شو او د یکشنبې په ماښام ناوخته په اتمه حوزه کې د ایټالیا پر سفارت توغندیز برید ترسره شو چې له امله یې ځاني او مالي زیانونه رامځته شول.

دا لومړۍ ځل دی چې د یوې اونۍ په جریان کې د کورنیو چارو وزارت خپل اړوند ۱۰۵ افسران او مسؤلین په دندو کې د غفلت له امله پر کور کښېنوي او پر ځای یې نور چارواکي پر دندو ګمارل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x