نظــر

د ایساف اخرنی دوه چورلکو لویدلو ته ژوره کتنه

بسم الله الرحمن الر حیم   

 د لرو او بر  پانه کی می د نورزی په لیکنه کی  ، ولوستل  چه د مارچ په  ۱۶  نیټه   د قندها په دامال ولسوالی کی د ایساف  یوه چورلکه د (هوا د خرابیدو )  له امله رالویدلی   او  داییی هم  پکی لیکلی   چه د چورلکی د رالویدو ځای  د  وران کارو  فعالیت  ساحه نه وه   ،  وایی  په همدغه سیمه  کی  څلور ورځی مخکی  یوه بله چورلکه هم  رالویدلی چه   (تخینکی  مشکلات) یی درلودل  ، زیاته کړی یی وه  چه د دی چورلکی  سپارلی دوه کسان وو ،خو  د هغو دوو د  روغتیایی حالت  هم معلوم نه دی چه زخمیان او  که مړه دی .  

د لیکونکی  په دی تیرویستنه   او د حقایقو په پټولو  ، می وغوښتل چه په دی لیکنه کی له هغو پټو  حقایقو  پرده لیری کړم.

  مونږ د  روسان ود  ظلم او وحشت  لیدلی او اوریدلی وو  خو کله چه مو د امریکایانو ظلم  ، وحشت ، دروغ  او بی شمیره فریبکاری ولیدلی او واوریدلی  نو روسان مونږ ته ملایک ښکاره  شول   .  روسانو چه به څه ویل هغه به یی کول   او چه څه به  یی کړی وو هغه به یی ویل ،  د خلکو په کورونو  به یی  له خپلو افغانی  لاسپوځو او بی خبره ننوتل نه کول ، مګرامریکایان او ناتو   بی له دی  چه څوک خبر وی او بی له دی چه کومه  استخباراتی قومانده ورکړی شوی  د بی دفاع  او بی ګناه خلکو  په کورونو  د طالب او دهشت ګر په نوم حمله کوی  د جنسی فجایعو وروسته  ددی د پاره چه دا  شرم یی ښکاره  نه شی د هغه کورونو  ټول لوی واړه  د دهشت ګرو په  ڼوم شهیدانوی.

د حیرانتیا وړ ، په دی یولس کلونو جنګ کی د اشغلګرو تر سلو زیاتی چورلکی  د اسلامی مقاومت  د مجاهدینو په لاس را نسکوری شوی  خو درواغجنو او فریب کارو  غربی وحشیانو  د  یو څو الوتکو  منلی  چه  مجاهدینو په واسطه رانسکوری شوی. نوری  ټولی یی د هوا د خرابوالی او یا د تخنیکی غوارضوله امله  ښودلی چه را غورزیدلی دی   د  دوی  د دی درواغو علت څه دی ؟  تاسو ته  به په لاندی ډول د ( ولی ) ځواب روښانه کړم:  

 اول ـــپه   رشتیا ویلو یی د عسکرو مورال راښکته کیږی .

 دوهم ــــ   د عسکرو د  جنګ  وهم یی زیاتوالی کوی.   

دریم ـــ نړیوالو ته یی نوم  بدنامیږی .

 څلورم  ـــ د مړو ورثه تری د خپلو بچو د مرګ  پوښتنه کوی  .

پنځم ــــ د اسلامی مقاومت مورال لا پسی پورته کیږی.

 شپږم  ـــ  عسکری ماموریت  ته بیا څوک  زړه  نه ښه کوی .   

اووم ــــ د دی جنګ اصلی ماهیت خلکو ته څرګند او په ډاګه کیږی .

اتم  ـــ  د نړی د لوی طاقت  له کچی به رالویږی .

نهم ـــ  د نړیوال حکومت پروژه به هم  بی هیلی شی .

لسم ـــ  د  طبیعی زیرمو د  ترلاسه کولو ارمانونه به  یی هم نیمګړی پاتی شی .  او داسی نور  او نور .

ایساف د خپلو عسکرو د مورال د ژوندی ساتلو په خاطر څو ورځی مخکی اعلان کړی وو ( چه په ۲۰۱۲ کال کی د طالبانو حملی ۷٪  راښکته شوی دی )  ، خو کله چه بلی کومی رسنی    په دی کال کی د  مجاهدینو حملی  زیاتی او تیزی وښودلی  ، ایساف هم  چه نور ورته د تیښتی لیار نه وه  ، له شرمه  اعلان وکړو ( چه زمونږ احصایه غلطه وه  سږنی کال هم د مخکی په شان وو ، بخښنه کوی )  خو بیا هم  ښه ده چه دا قلمی سهوه یی لا ډیره  نوره نه ده ښودلی . .

څه وخت وروسته  به په دی هم  اعتراف وکړی( چه هو دا او نوری ټولی چورلکی  مجاهدینو راغورزولی وی  بخښنه کوی ) خو مونږ د جنګی تاکتیک له مخی   د هوا خرابیده او یا تخنیکی عوارض ښودلی وو ، نو زه بیا وایم که د افغانتستان خرابی هوا  هم تاسو پسی رااخستی او تخنیکی  انجنیران مو هم  په عقلی او عصبی ناروغیو  او یا په  نشه توکو  روږد شوی وی  او یا  ستاسی له وحشت څخه کرګه لری   نو داسی وخت ته ولی انتظار باسی چه ددی قهرمانانو ملک  ډبری او غرونه په تاسو پسی راغورځی  او له منځه مو وړی .  .

ای  استعماری ایزمیانو ، لاسپوڅو ، پلورل شوو  بی ضمیروو   !   ستاسی  سایتونه ( پاڼی )   ، لیکنی  ، ستاسی ژبه او قلم  ډالرو  ړانده  کړی ،    د هر ډول دروغو سره  عادی شوی یاست ، وایی ،  جرم چه عام شی بیا ورته جرم نه ویل کیږی   ستاسی دروغ هم تاسو ته دروغ نه ښکاری   خو مونږ  د افغانستان مظلوم، په خاورو او وینو کی لت پت  مچاهد ، شهید پرور او  قهرمان اولس   ستاسی  په  رشتیاو و  هم باورو نه  شی کولی  له  دروغو خو مو پوره  کرکه  لرومونږ ته نور دروغ مه وایاست .

 په هر صورت اوس به  د دواړو چورلکو د  رالویدو  او په دی هکله  د دوی  ناسم او دروغین معلومات او دروغینی لیکنی  باندی رڼا واچوم  ،حقایق به  شکاره او له  دوه مخیو  به هیوادوال خبر کړم  چه د ټوله  کفری  نړی   د دومره طاقتونو سره سره  څومره  ښکرور دروغ وایی   :

اول ـــ د هوا خرابوالی ــــ باید  په ډاګه شوی وی چه  په  دغه وخت او  هغه منطقه کی   د هوا خرابوالی څه وو؟   او د هوا  حالاتو  توپیر  د نورو سیمو سره چه هلته   چورلکی نه  دی رالویدلی،  څه وو ؟  د هوا حالات چه  څومره په امریکا او اروپا کی خرابی لری  ،  طوفانونه  لوی  لوی کورنه  ، ګاړی او نور  له  ځانه  سره  هوا ته  پورته کوی  خو  تاسی یی د  لسو کلونو د  الوتکو لویدل وشمیری چه څومره  الوتکی   هلته  لویدلی دی ؟  او بیا یی د افغانستان سره پر تله کړی  ، او  په  دغه  ورځ  ولی  نوری  سفری  او باربری الوتکی  د هوا د خرابوالی له امله افغانستان کی  ونه لویدی  ؟  که  هوا د هغو نورو الوتکو  سره مراعات کړی دی  ؟.

دوهم ــــ  تخینکی  عوارض  ـــ مخکی له دی چه هره الوتکه  پرواز کوی د مسلکی  او تحنیکی  انجینرانو له خوا  کتل کیږی مخکنی او اوسنی ټول هر اړخیز  عوارض یی سموی  ، د بلی خوا   ټولی الو تکی کمپیوتری سیستم  لری پیلوت  ته  اخطار  ورکوی چه  په کوم سیستم کی مشکلات دی ،  د خطر د  ډیروالی او کموالی  کچه ورته ښیوی سربیره  پردی کمپیوتر بل سیف  مود ته اوړی تر څو پیلوت او الوتکه تر خوندی فاصلی بی خطره او یا کم خطره   ورسیږی  همدارنګه مرکز ته د خطر خبر ورکولی شی .  خو ددی ټولو سره سره  یو فیصد د ناڅاپی لویدوو  خطر به هم  قبول کړو خو د  هغو لویدلو شمیر  په کال کی یوه یا دوه ، نه  داسی چه هره اونی کی دوه او یا  ډیری  چورلکی   راولویږی

دریم ـــ د امنیت ساحه ـــ لیکنه کی ـ د چورلکی د لویدو ځای له وران کارو  خوندی ښودل شوی ، خو زه بیا  خپل بشری منطق په کار اچوم  ،  او هغه دا چه  جنګی چورلکی په په جنګی ساحه کی   پروازونه کوی  یعنی بی امنه سیمی وی  په بی امنه سیمو کی  الوتکی  ویشتل کیږی او کله تر یوی فاصلی  منډه وهی مهمه داده چه په کوم ځای ویشتل شوی  مګر د لیکونکی  مطلب د امن له  سیمی څخه  دا وو چه  وران کارو نه ده ویشتلی  نو که هره  الو تکه له ویشتلو وروسته د امن ځای ته ورسیده   بیا چا نه ده ویشتلی ؟  که  په بی امنه ځای کی راولویده  نو بیا  د تخنیکی عوارضو او یا د هوا د خرابوالی نوم پری  ږدی ؟ او په دی ډول   له ځلکو اصلی حقایق پټوی ؟ .

څلورم ـــ  د اجبرو پانو د خبرونو توپیر ــ د استعماری او لاسپوڅو  سایتونو خبرونه کله  یو د بل سره توپیر لری  ، دا ځکه چه  د  استعماری  قوتونو قومانده  یوه نه ده ،  د امریکا  ، ایساف او ناتو ترمنځ خبرونه توپیر لری   نو د لاسپوڅو  پانو تر منځ هم خبرونه  توپیر پیدا کړی ، په کار خو داوه  چه ددی پاڼو چلونکو خپلو کی  سره څه اړیکی نیولی   ،   د  بادارانو معلومات ییی سره شریکولی،  ټولو  سره یو دروغ چوړولی  او بیا یی پانو کی  نشرولی.     یو سړی ټوقه کوله  ،  چه  (چه کله کله می په خپلو دروغو هم  د رښتا باور وشی ) . ددی  اجیرو پاڼو کار خو بیا  سرچپه  دی چه  په  رشتیاوو یی هم    خلک  د  دروغو  خیال کوی.

پنځم ـــ د لویدلو چورلکو  فزیکی  جوړښت ـــــ هغه چورلکه له تصویره معلومیږی چه شاته سیټ هم لری ، متل دی  ( لویانو ته د نر اوښخی فزیکی  جوړښت د جامو لاندی هم  معلومیږی) .  مونږ هم په دی نړی کی  پیدا شوی او لوی شوی یو ، اټکل کولی شو چه دا چورلکه به څومره کسان اخلی  ، جنګی حالت  کی خو د ډیرو خلکو اړه وی. خو دوی د تلفاتو شمیر کمول غواړی  .  د یوه ښودل به ورته ډیر شرم وو  که  نه شاید  یواځی یو کس یی پکی ښودلی  وی لکه د پنجوایی  ولسوالی کی چه نهو کسانو برید کړی  وو خو  دوی  یواځی  یو کس مشهور او له هغه یی هم  لیونی چوړ کړو خبره  پای ته ورسیده.   

شپږم ـــ دوه کسه څه شول  ـــــ هغه دوه کسان  هم ورک دی  نه یی د ژوبلیدو او نه یی د مړه کیدو پته شته ،  چه هغه پیران وو  دوی یی نه وینی او که  تری ژوندی  وتښتیدل ؟ ، او  که دی چورلکی اور واخست هغوی پکی  وسوڅیدل ؟ ، دا هم نه شی ویلی  چه طالبانو به  مړه یا ژوند ی بیولی  ځکه  چه چورلکه په  داسی ځای کی لویدلی  چه   هلته د وران کارو فعالیت کم او یا نشته دی .

اووم ــــ د چورلکی او مرکز ترمنځ   د کمپیوترونو معلومات ـــــ  زه نه پوهیږم دوی ولی وایی چه مونږ به  تحقیقات وکړو  ، تحقیقاتو او څیړنو ته هله اړه وی  چه  چا کودتا ،  یا د غلو حمله  او یا کومه فریب کاری رامنځته شوی وی  ، د جنګی چورلکو د لویدو  سره خو دا یوه  هم تطبیق وړ نه ده ، د چورلکی او د مرکز په کمپیوترو کی  ټولی خبری ،  د کسانو نوم او هویت ثبت دی  اوددغه کمپیترونو څخه دغه معلومات  د پنځو یا لسو دقیقو خبره ده  ولی  دوی وایی چه مونږ به  ګورو چه څه شوی دی .    خو اصلا خبره دا چه دا چورلکی  ویشتل شوی . خو د ویشتلو خبریی نه خپروی  دا امکان هم  لری  چه د ملی اردو ، پولیسو او یا امنیت له خوا ويشتل شوی وی؟ ځکه دوی دا هم وایی چه هلته وران کارو فعالیت نه درلود  ، نو بیا  دا  خو  تر ټولو خطرناکه شوه  ، نوځکه  دی خبری ته باید  وخت ورکړی چه څه مسلکی او  باوری دروغ جوړ کړی .   

ما به اوریدل  چه دروغجن حافظه نه لری  یوه دقیقه کی یو دروغ وایی  ، حافظه کی یی ځای نه وی نیولی  ، یو ساعت وروسته بیا بله داسی خبره کوی چه د هغه مخکی دروغو  ضد واقع شی  ما یی عملی مثال نه وو لیدلی ، چه دروغجن به ولی داسی خبره کوی چه خپل مخکی دروغ ، دروغ کړی خو اوس می په دغه دوه الوتکو لویدو کی ولیدل  چه څومره ضد او نقیض دروغ پکی ویل شوی دی . .

 دا چه دومره غصری وسلی ، پیسی او  هر ډول وسیلی ،  له ټولو اوچته روزنه او تجربه هم لری  ، ټوله نړی هم ورسره په زور یا خوښه ملګری ، زمونږ پلورل شیوی ایزمیان او لاسپوڅی  هم ورسره  خوله په خوله   او ددی سره سره  دومره مجبوره دی  چه  داسی غیر مسلکی ښکرور دروغ  وایی ، کوم . چه یواځی لاندی کسان یی د مجبوری له امله وایی :

اول ـــ  داسی دروغ  ( ماشومان) وایی چه  عواقبو ته یی پام نه لری  او مشران هم ورپسی سر نه ګرخوی ،  او که څوک ورته  درواغجن هم ووایی ماشومان د شرم او ندامت احساس نه کوی او چه غټ شی بیا یی هیریږی .

دوهم ـــ  دا ډول  دروغ هغه خلک وایی چه ناڅابه د کوم ( مشکل سره) مخ شی  دی فکر کوی چه دا دروغ به می  له دی مشکله  وژغوری .

  دریم  ـــ د  نادارو او  (سوالګرو  خلکو )  ، خو هغوی مسلکی دروغ وایی  ځکه د د روغو د  ویلو د پاره کافی وخت  او تجربه لری چه کومو  دروغو  ورته ډیره کته کړی .

 څلورم ـــ  د جنګ د( کمزورو خلکو) دروغ دی  هر دروغ چه یی له مرګه ژغوری  صرفه نه کوی .

 پنځم ـــ  اخری دروغ بیا په جنګ کی  د(  قوی خلکو) دروغ دی  ،  چه په ډيرو لاپو او ډير کبر د جنګ ډګر ته  راننوتی او هر چاته لاپی وهی خو(  په داسی  بلا واوړی چه پرتوګ په غاړه راوړی )  لکه امریکا چه  د  افغان مسملانو مجاهدینو  سره په غیږ شوی  کوم ( چه اوله کی یی د خپلو خبرو کولو سیال هم نه ګنل )  خو اوس ورسره د خبرو کولو د پاره ننواتی کوی  . دوی د خپل قوت،  وحشت او جهانی طاقت  دعوی کوله  . او د  وسلو ، پیسو ، وسیلو او د بشری زور  له مخی هم  زوراور ښکاریدل ،  خو دا چه سره د  زوره الله ج کمزوری کړل دا  ډ  دروغو  نوی  ډول  ( د زور اورو  دروغ  ) دی   یعنی زوراور کمزوری شویدی   که ( رشتیا ) وایی نو مرګ  یی دی   چه  د   دومره  قوت سره سره بیا هم  ناتوانه او د مرګ څپیړی  وهلی  دی  ؟    که ( دروغ ) وایی مسلکی دروغ  یی نه دی زده  او یا هغه  ایزمی لاسپوڅی  چه  ورله  دروغ وایی د هغو روزنه کمزوری یا معاش کم اخلی او که  اخلاص نه لری  ؟.  چه د چورلکو د لویدو او داسی نورو بدو عواقبو د پاره مناسب دروغ نه شیجوړولی  ، او نه په دروغو کی همااهنګی لری .

 نو که دی وحشیانو ته زمونږ د  ګران هیواد هوا هم   دشمنه وی او اسلامی  مقاومت ته یی  ویلی وی  جه تاسی یی په زمکه ډبوی مونږ به یی په هوا کی  ډیوو ، نو امریکا بیا  څله ځنډ کوی  وایی ( دا غونچه دی بس دی نور مه شکوه ګل )  دا وحشت او وینی تویول دی بس دی هم مو مونږ او هم مو ځانونه  تباه او برباد کړل .        

 یادونه ــــ  نور مخی ته شی تللی ، زمونږ ملک (   د  نړی د ظالمانو هدیره ده )  دلته پرون د روسانو  او کمونستاتو د  قدرت مړی خخ شول ،   نن او یا صبا به انشالله  ستاسی د قدرت مړی هم خخیږی  دا دی اوس د ماتی په درشل کی یاست  وایی ( پړی  واچول  اوښانو کی  بیا کډی باریږی  )

ومن الله التوفیق            

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x