نظــر

ساینس، عقل او خدای

حسان بلال –

له مذهبه د انکار وروسته د مغربیانو مخ ته فقط دوه سوالونه پاته وو، دا یواځي د اخلاقي نوعیت سوالونه نه ول، بلکه ځانته د عقلي، او منطقي نوعیت سوالونه وو.
لومړی دا چي: کائنات چا پيدا کړیدي؟ دویم دا چي: مخلوقات او خپله د انسان په څير باشعوره هستي څه ته د کائناتو پر ساده صفحې راپیدا شول؟

د دغو سوالونو لامل دا علم وو چي کائنات یو مادي وجود دی، او د هر مادي شي په څير کائنات هم خپل پخپله نشي موجودیدلای، باید یو علت خو ولري، او دا علت خپله دا شی نشي کیدای، مثلاً په کومه خونه کي یو فریج یا یخچال پروت دی، نو يې په اړه دا سوال لازمي پورته کیږي چي دا چا جوړ کړیدی؟ ځکه دا ممکنه نه ده چي خپله يې ځان جوړ کړی وي، کټ مټ همدا خبره د دې کائناتو پر هرشي او خپله پر کائناتو هم صادقیږي، چي دلته هیڅوک هم پر خپل تخلیق کله قادر کیدایشی؟! دا محض یو د منطقي نوعیت بحث نه دی بلکه دا ساینسي اساس لري.
ساینس دا منلې چي د کائناتو وجود ابدي نه دی، ساینس وايې چي کائنات له نن څخه پنځلس بلیونه کاله وړاندي د یوې ستري چاودني په پایله کي را مجود شویدی، (بیګ بینګ) سوال دا دی چي که داسي شوي وي نو دا چا وکړل؟ او ولي يې وکړل؟!

د دې خبري په ځواب کي ساینس بالکل خاموش دی، ساينس مني چي دا چاودنه د کوم خارجي قوت له مداخلت بغیر ممکنه نه وه، لیکن سوال دا دی چي دا خارجي طاقت څوک وو، او داسي يې ولي وکړل؟

البته د دې ځواب هم د ساينس په وسه نه دی، ځکه دلته عالم شهود ختمیږي، او عالم غیب شروع کیږی، ځکه د دې خبري ځواب یواځي مذهب ورکولای شي، مذهب وايې چي کائنات الله جل جلاله جوړ کړي (پام مو وي چي دلته او په بحث کي وړاندي له مذهبه زما مراد اسلام دی، ځکه یواځي اسلام هغه مذهب دی چي محفوظ دی).

ملحدین (هغه چي خدای نه مني) د مذهب د دغې دعوي (کائنات الله جل جلاله جوړ کړیدي) په ځواب کي فوراً وايې چي بیا نو الله چا جوړ کړ؟! لیکن دا قطعي یو غیر معقول، او غیر منطقي سوال دی، د کائناتو او د دې هر څه په اړه د یوه خالق سوال ځکه راپورته کیږي چي د دې په تجزیه کولو دا ویلای شو چي یوه خالق ته يې اړتیا شته، د دې مادي کیدل، او تجزیه کیدل دا لازموي چي جوړ شوي دي، پخپله په وجود کي نه دي راغلي.

ایا کوم ملحد، یا خدای بېزار د الله جل جلاله د ذات په تجزیه کولو دا ثابتولای شي چي معاذالله الله جل جلاله یو مخلوق دی چی بیا يې په منطقي ډول خالق ضرور ثابت شي؟! ایا مذهب دا وايې چي الله جل جلاله یو مادي وجود دی چي په ساینسي باور دا سوال راپورته شي؟ په حقیقت کي د الله جل جلاله د غیرمادي کیدو له امله د ساینس پر بنیاد د الله جل جلاله اقرار ممکن دی نه انکار، ساينس یواځي دا کولای شي چي د مادي نړی له مطالعه کولو وروسته د الله جل جلاله د امکان په اړه د منفي یا مثبت ګواهي ورکړي، یا په بله اصطلاح: په دې بحث کي د سائنس حیثیت د یوه قاضي نه بلګه د یوه ګوا (شاهد) دی، او په دې دور کي سائنس د الله جل جلاله د امکان په حق کي ګواهي ورکړې ده.

د خدای د وجود په معامله کي فیصله کونکی کردار د عقل عام (کام سینس) دی، ځکه د مذهب دوسیه د ساېنس پر اساس نه، بلکه د عقل عام پر اساس ده، د مذهب مخاطب انسان دی، او انسان خپل ژوند د ساینس پر اصولو باندي نه بلکه د عقل عام پر اصولو باندي جوړوي، او تیروي، انسان خپل ټول ژوند د عقل عام په استعمال قالبوي، دلته دا خبره هم زده کړه چي الله جل جلاله خو بیخي لیري هستي ده، خپله انسان د ساينس د کار له دائرې دباندي (بهر) دی، دلته مو له انسان څخه مراد د هغه حیواني وجود نه دی، بلکه عقلي او شعوري وجود دی، د ساينس کار یواځي او یواځي له جماداتو، نباتاتو اوحیواناتو پوري محدوده ده.

د نیوټن دریم قانون دی چي د هر عمل رد عمل همدومره وي، او په مخالف لوري کي وي، تاسو څو ځله د انسانانو شعوري وجود د دغه اصولو پر پابندی لیدلی؟

انسان د هغه اصول پابندي کولای شي، لاکن د دغو نه، په داسي حال کي چي ټول کائنات د همدغو اصولو پاپند دی، سائنس وايې چي ځمکه هر ګړی متحرکه ده، ایا تاسو پر چوکی ناست کوم کس لیدلی چي اوايې زه حرکت کوم؟ که څوک اوایې نو خلګ يې په لیوني بولي، انسان خپل د ژوند اصول د عقل عام له اصولو لاندي جوړوي، د سائنس تر سیوري لاندي نه، انسان د سائنس تر هغو پیروي کوي تر څو سائنس د عقل عام موافقت کوي، د انسان لپاره اوس هم لمر ډوبیږي، او را خیږي، سائنس دي چي هر څه وايې نو وايې دی.

نو ځکه ویلای شو چي مذهب پر انسان د خدای جل جلاله د وجود دلیل په سائنس نه دی ثابت کړی، بلکه د عقل عام په کومک يې بالواسطه ثابت کړ، قرآن ټوله له دغو دلائلو ډک دی، چي د عقل عام په رڼا کي يې د انسان په وړاندي ايښي دی، څوک چي يې تفصیل ګوري نو دي قرآن دي مطالعه کړي.

خلاصه دا چي د کائناتو، او خپله د انسان په وجود کي هیڅ کار پخپله نه کیږي، بلکه په یوه حکمت، ربط، او ترتیب ترسره کیږي، دا کوم داسي شی نه دی چي باید په انسانانو ومنل شي، دا يې خپله مشاهده ده، د ده لپاره یو منل شوی حقیقت دی، قرآن چي کله دغه حقایق يې مخ ته کیښیږدي، نو بیا اکثر چوپ وي، نو له دې څخه وروسته که بیا انسان د عقل عام استعمال وکړي، نو به بالکل سمي نتیجه ته ورسیږي، هو په دې شرط که هغه نتیجه ترلاسه کول وغواړي.

د ده عقل عام به خپله ده ته وښيې چي حکمت موجود دی نو لازماً به يې تر شا یو حکیم موجود وي، که چیرته نظم موجود دی نو د عقل عام لپاره د ناظم د شتون له منلو پرته بله چاره نسته، د قرآن اصلي زور د هغه ذات په منلو نه دی، د هغه د صفاتو پر ډیر سم تعارف باندي دی، ځکه انسان ته اصلي چیلنج همدلته دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالخالق جبارخیل

په ګوتو دې برکت شه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x