افغانستان

ترکيه په کندهار کې کونسلګري پرانيزي او هوايي الوتنې پيلوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): په افغانستان کې د ترکيې سفير وايي چې سږ کال به د ترکيې هيواد په کندهار کې کونسلګري پرانيزي او ډېر ژر به له کندهار څخه ترکيې ته الوتنې هم پيل شي.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کندهار د والي همايون عزيزي په ګډون د ولايتي شورا غړو، دولتي چارواکو او سوداګروهم ګډون کړی و.

غونډې ته د کندهار والي وويل چې د افغانستان او ترکيې تر منځ اړيکې ډېرې پخوانۍ دي او زياته يې کړه چې افغانستان يو وروسته پاتې او جګړو ځپلی هېواد دی؛ بايد ترکيه له افغانستان سره خپلو مرستو دوام ورکړي.

عزيزي د کندهار د امنيت د ډاډ ترڅنګ وويل چې له دغه ولايت څخه تازه ميوې نورو هېوادونو ته صادريږي چې له همدې امله په دغه ولايت کې د ترکيې کونسلګري اړینه ده، ترڅو د سوداګرۍ په برخه کې پرمختګونه رامنځته شي.

د ترکيې سفير علي ساینت اکين وويل چې په نږدې راتلونکې کې به په کندهار کې کونسلګري پرانيزي او هم به له کندهار څخه ترکيې ته په مستقيمه توګه الوتنې پيل شي.

اکين هوډ څرګند کړ چې په ترکيه به افغانستان سره خپلو مرستو دوام ورکوي، او د دغې نوې پروزې د پيل له پاره به راتلونکې اوونۍ د ترکيې يو تخنيکي پلاوی کندهار ته راشي او د کندهار د هوايي ډګر څخه به ليدنه وکړي او د الوتنو له پاره به په پلان کار وکړي.

د ترکيې سفير وويل چې تر دې وړاندې د کندهار سوداګر ترکيې ته د سفر له پاره له ستونزو سره مخ وو؛ خو تر دې وروسته به دوی هڅه وکړي چې له فعالو سياحتي شرکتونو سره قراردادونه وکړي تر څو مسافر وکولای شي په انلاين او اسانه توګه ويزې ترلاسه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x