افغانستان

کابل: ننني بريد کې د «موبي ګروپ» ۳۲ تنو کارکوونکو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): نن ماښام شاوخوا پنځه بجې د کابل ښار په دارالامان سیمه کې د موبي ګروپ د کارکوونکو پرموټر سرتېری بريد وشو.

د کابل امنیه قومندان وايي چې په دې بريد کې د موبي ګروپ ۷ تنه کارکوونکي وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

سیمې ته څېرمه عیني شاهدان وايي چې په بريد کې موټر بشپړ تخریب شوی او په وينا يې پکې سپاره کسان ټول وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ایوب سالنګي هم ويلي چې په پېښه کې د مېرمنو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او نږدې ۲۰ تنه نور ټپيان دي، خو د کورنیو چارو وزارت وياند بیا د پېښې د پخلي تر څنګ جزييات نه دي ورکړي.

طلوع تلویزون د پېښې پخلی کړی او د وژل شويو او ټپیانو ډېره برخه کې د کابورا پروډکشن اړوند بللې ده، دوی د خپلو وژل شویو کارکوونکو په اړه نور جزييات نه دي ورکړي.

د عامې روغتيا مسوولین وايي چې دوی ته د پېښې له ځایه يو جسد او ۲۲ تنه ټپیان وروړل شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت د اړیکو مسوول محمد اسماعیل کاووسي وايي چې جسد د یو نارینه دی، خو په ټپيانو کې د يوې مېرمنې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی، هغه د ټپیانو په اړه نور جزييات ورنه کړل.

تر اوسه د دې بريد مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اکرام

د قیس احسان په نوم د فیسبوک یو ازاد خبریال وایي چې د مشرانو جرګې غړې فریدې کوچۍ له نننۍ پیښې وروسته طلوع نیوز ته ټیلفون کړی او ورته ویلي یي دي چې ( کاسټران دې بند کړه موردګوه ! دبایسکلانو څه کار واخله …)

خادم الاسلام

ولې نه طالب جان یی پړه واخسته ! د کفري استخباراتو د مهمې دستګاه، (طلوع)په لیږدونکي موټر استشهادي برید دغرب ګڼ شمیر جاسوسان وژلي 20-01-2016 نن چهارشنبه ماښام مهال پنځه بجې او لس دقيقې د طلوع تلويزيون په نامه داستخباراتي دستګاه، د کارکونکو په ليږدونکي کاسټر موټر د پلازمينې کابل د دارلمان په سيمه کې د اسلامي امارت د يو اتل استشهادي مجاهد متعلم فريدالله ( د کابل ولایت اوسيدونکي ) له لوري د تيز رفتار موټر بم په توسط فساد لړزونکی استشهادي بريد ترسره شو . دې کاسټر موټر هره ورځ د طلوع د دستګاه له ديرشو زيات کارکونکي… نور لوستل »

یاسین

الحمد لله! داډیر وخت موږ په انتظار وو چی له طلوع جاسوسي ادارې څخه به کله انتقام اخیستل کیږي، هغه سپکې سپورې چی دوی په اسلام، مجاهدینو، عامو شریفو مسلماناانو پسې ویلي دي اوس لا هم دالږ دی چی یوڅوکسان یئ په ګړز کی لاړل

صلاح الدین

الله تعالی دې له داسې مرګ څخه ټولو مسلمانانو ته نجات ورکړي چې خسرالدنیا والآخره شي. کابورا پروډکشن د اسلام او افغاني کلتور ضد اداره ده چې د صلیبي جګړې فرهنګي چارې په ډیره چټکی سره پر مخ بیایې الله تعالی دې دا او دیته ورته اسلام او افغان ضد ګروپونه هلاک او برباد کړي

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x