شعـــــرونه

ننګرهاره !

ننګرهاره دغښتلو بيا شملې شوې درته پاتې
نذرانې شوې درته پاتې کارنامې شوې درته پاتې

مسافرو توتکيو خداى مو راوله پخير
دکعبې پر دښمنانو بيا حملې شوې درته پا تې

دپنځوشهيدوورڼوقرباني دي مبارک شه
اې دشعروا دب ښاره شکرانې شوې درته پاتې

سه روزي بوري مورې دشهيدبجي مقام دى
که صبر دځان مل کړودرجې شوې درته پاتې

دادوينوقطرې څه دي راته غوږه سه خوارې خورې
دجنت دامېلونو شنې دانې شوې درته پاتې

دسپېڅلي استشهادله برکته برخمن شوې
ننګرهار کي ميت شاعره حماسې شوې درته پاتې

ژرقلم ته لاس وراوږ دکړه ژرګټلى انځور ثبت کړه
دمېړانې وتاريخ ته ښې جملې شوې درته پاتې

بيا بهار شوخزان ومړ کارګه تېښتي ته تيار دى
دالهام دزړه بلبله ترانې شوې درته پاتې
2013/03/27

راسه راسه بياغربي خزان وهلي يو سپرليه

ديرغل سپېرو سېليو رژولي يو سپرليه
راسه راسه بياغربي خزان وهلي يو سپرليه

دخپل چم ځيني ناپوهه مو غليم ته ځالې ښئ
چا ځالګيو کي سا ورکړه څو ک تړلي يو سپرليه

له هر لور نه دي راغلي سوداګر سړى خواره دي
چا ورکړي يو ځواني کي چا پلورلي يو سپرليه

راوړه راکه پسرليه که وي تا ملهم راوړي
هم کټلي هم داغلي هم سو ځلى يو سپرليه

نصيب بيا وموږ دغسي غمجنې شيبې راوړې
پرې خندا موشوې هېرې ژړېدلي يو سپرليه

دغليم ګريوان ته دانګو ډارمو زړو څخه وتلى
په شهيد و پاکو وينو لمبېدلي يو سپرليه

سنګروکي انتظار يو دبري للي الهام ته
توکل مو پخپل رب دى راوتلي يو سپرليه

2013/03/25

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x