نظــر

د ديموکراسی ارمغان

په دې ټول انسانان سره يوه خوله دي چې عقل ناقص دی، عقل هر وخت په پريکړې کولو کې دخبرې تل ته نه رسيږي، عقل که يو او که ډير نقصان يې مسلم او متفق عليه دی.

عقل هغه وخت سليم بلل کيدای شي چې الهي وحيې ته غاړه کيږدي او په خپلو پريکړو کې دالهي دين تابع وګرځي د داسې عقل څښتن هوښيار او په رښتيا انسان دی، دغه انسان کولای شي دصالحه اعمالو په وسيله ځان له سپيڅلي مخلوق ملائکه وو څخه عالي مقام ته ورسوي.

اما کچيرته کوم کس عقل دښو او بدو مميز عقل وټاکي پدې مانا چې عقل کوم کار ښه ګڼي هغه به په نفس الامر کې ښه او چې کوم بد ګڼي هغه به په حقيقت بد وي، او په خپل عقل دومره اتکاء وکړي چې له امله يې له خپلې غاړې څخه دالهي دين يغ وباسي ځان بې بندوباره وګرځوي نو له شک پرته که يو انسان وي او که پوره ټولنه له څارويو هم لاندې لويږي.

يو انسان کچيرته ځان کنترول نکړي نو ناروا غوښتنې او خواهشات يې پای ته نه رسيږي، نن دبل په ناموس باندې دتيري شوق لري، صبا ته دهمجنس بازئ، په همجنس بازئ کې به يو وخت د فاعليت شوق په زړه کې ورته پيدا شوی، بيا به يې مفعوليت ته زړه کيږي، او همدسې پسې ځه بيا بيخي په انسان هم بسنه نه کوي بلکه له څارويو سره به دخپلې حيواني غريزې دسړولو سوچونه وهي، بله ورځ څو قدمه وړاندې ځي بيخي دانسانيت له پولو څخه ووځي او د عريانيت يا لوڅ ګرځيدو غوښتنه کوي او همداسې پسې ځه……………………

لکه د غرب دشړيدلي او بې بندوباره تهذيب حال له هيچا څخه پټ ندی، هلته د ديموکراسی په زور دا ټول د بشر حقوق ګڼل کيږي، هلته د همجنسيت ورځ په فخر سره لمانځل کيږي، هلته لوڅ لپړ لنډغر لاريونونه باسل کيږي او دا دخپل ځان حق ګڼي ………………ډيره د تعجب وړ خو دا ده چې ددې ناروا او کرغيړنو کارونو دودې، پرمختيا او د هغو کسانو د خونديتوب لپاره چې دا کارونه ترسره کوي په غرب کې ټولنې هم وجود لري، چې د ټولې نړی انسانان دې ډول بدعمليو ته هڅوي، تردې چې حکومتونه او دولتي ادارې يې هم ددغه کارونو -چې په ټولو سماوي دينونو کې حرام او ناوړه اعمال دي- ننګه کوي، او ترشا يې ولاړې دي.

د امريکا په تيرو انتخاباتو کې دامريکا ولسمشر اوباما د نارت کارولينا په شاروليت ښار کې د نوموړي ګوند په کنوانسيون کې د همجنسو له ودونو څخه ملاتړ وکړ.

دا دی هغه خلک چې په ټوله دنيا کې ځان مهذب، پرمختللي معرفي کوي د داسې خسيسو ناوړه او کرغيړنو عملونو په رڼا ورځ ملاتړ کوي يوازې دلته نه اوباما په خپلو نورو کنوانسيونونو کې هم دا خبر په جهر وکړه او کال مخکې يې د جون مياشت د همجنسو دحقونو د مياشتې په توګه په رسمي ډول اعلان کړه.

دوی دا بې حيايې يوازې تر خپلې ټولنې پورې نه محدودوي بلکه غواړي په نورو سيمو خاصتا په اسلامي ټولنه کې دا زهر وشيندي.

درنو لوستونکو! څرنګه چې زموږ هيواد اشغال شوی، او اشغالګر له هرې ممکنې لارې په استفادې هڅې کوي څو زموږ تاسې پاکه او سپيڅلې اسلامي او افغاني ټولنه په هغو ناوړو اعمالو کې ښکيل کړي چې له امله يې دوی په دنياوي ژوند کې په ډول ډول عذابونو اخته دي، ځکه کله د ښځو د حقوقو چيغې وهي، کله د بشر په حقوقو شخوند وهي، کله دد يموکراتيکو ارزښتونو دتقويې شعارونه پورته کوي، ……………………

 بناءا مناسبه بولم په لنډو ټکو کې دهمجنس بازئ په اړه د اسلام د مقدس دين لارښوونې درنو لوستونکو ته کيږدم.

چې نارينه له نارينه او ښځه له ښځې سره سره خپل خواهش پوره کړي همجنس بازي ګڼل کيږي، دشريعت په اصطلاح کې لومړي ته اتيان في الدبر  يا لواطت او دوهم ته سحاق ويل کيږي، دا دواړه په اسلامي شريعت کې حرام او کبيره ګناوې او له فطرت سره صراحتا ټکر لري حتی چې دغه ناوړه عملونه په څارويو او ځناورو کې هم نشته خو ديويشتمې پيړۍ پرمختللي انسانان؟ له ځناورو څو قدمه وړاندې ځي او نه يوازې دا چې ترسره کوي يې بلکې فخر پرې کوي.

دهمدې لواطت له امله الله جل جلاله دلوط عليه السلام په قوم باندې عذاب راوست له آسمانه ډبرې پرې واوريدې او ځمکه يې پرې په بل مخ واړوله.

 د اتيان في الدبر په اړه په قرآنکريم او احاديثو کې ګڼ شمير وعيدونه راغلي کچيرته د موضوع داوږديدو ويره نه وای نو ما به يو څو دلته راوړي وای.

همدغه راز رسول الله صلی الله عليه وسلم دښځو همجنس بازي (سحاق) په جنايت او لوی والي کې زنا ته ورته بللی رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايې:
عَنْ وَاثِلَةَ بْنِ الأَسْقَعِ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ الله صَلَّى الله عَلَيه وسَلَّم : سِحَاقُ النِّسَاءِ بَيْنَهُنَّ زِنَا. طبراني

له واثله ابن اسقع رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: دښځو خپلمنځي سحاق داسې کبيره او لويه ګناه ده لکه څنګه چې زنا ده.

په پای کې غواړم درنو لوستونکو ته درسول الله صلی الله عليه وسلم يو حديث ډالی کړم چې پکې رسول الله صلی الله عليه وسلم ددې امت دهلاکت يو سبب همجنس بازي ګرځولې.

وعن أنس بن مالك قال قال رسول الله صلى الله عليه وسلم إذا عَمِلَتْ أمتى خمسا فعليهم الدمارُ : إذا ظهر فيهم التلاعنُ وشربوا الخمرَ ولبسوا الحريرَ واتخذوا القَيْناتِ واكتفى الرجالُ بالرجالِ والنساءُ بالنساءِ. طبراني كنز العمال.
ژباړه: له انس ابن مالک رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: چې کله زما امت پنځه عملونه په څرګند ډول پيل کړي نو الله به يې هلاک کړي.

چې کله هغوی په يو بل لعنت ويل پيل کړي، شراب وڅښي، وريښمين کالي واغوندي، سندرغاړې راولي او په کنسرتونو کې يې ګډون کوي او سړي يې په سړيو او ښځې يې په ښځو اکتفاء وکړي يعني سړي له سړيو سره او ښځې يې له ښځو سره همجنس بازي پيل کړي.

الله جل جلاله دې ټول مسلمه امت له دغه ناوړه عمل څخه محفوظ وساتي، او الله جل جلاله دې يرغلګر کفار او دهغوی مزدوران نيست و نابود کړي الله دې خپل قهر په نازل کړي ای الله ته دې تا ددين ساتونکو مجاهدينو ته فتح او غلبه ورپه برخه کړې آمين يارب العالمين.

حاجی بابا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x