نظــر

جبار قهرمان، هغه کومندان چې په خړه خره تښتیدلی و

خالد افغان زوی

وایي د زابل له مشهور ټوکمار چرسي بهاوالدین نه د پیښور کوم پولیس پوښتنه کړې وه چې شناختي کارډ راکړه،بهاوالدین ورته ویلي و چې انډیواله د افغانستان یم شناخت کاټ له کومه کړم. وایي پولیس ورته ویلي و چې ښه په افغانستان کې د کوم ولایت یې؟ بهاوالدین ورته ویلي و: د هغه ولایت یم چې مجاهدینو پکې ژوندۍ طیاره ګیر کړه.

د چرسي بهاوالدین ددې ټوکې شان ورود خورا اوږد داستان لري چې تراوسه زموږ مؤرخینو شاید نه وي قلمبند کړی،نن مې چې په خبرونو کې ولیدل چې د اشرف غني د حکومت لخوا پخوانی د ملیشو قومندان عبدالجبار قهرمان د هلمند د جګړې لپاره مشر ټاکل شوی نو ذهن ته مې د ۱۳۷۰ لمریز کال د مني هغه تاریخي جګړه راغله چې د ګڼو نادودو په څنګ کې یي یوه نادوده دا وه چې مجاهدینو په کې په لومړي ځل ژوندۍ څرخکه غنیمت کړه او بله داچې د متقابلې خوا د جګړې قومندان جبار قهرمان د خپل ځواک له متلاشي کیدو وروسته د کوچانو په یوه خړه خره تښتیدلی او غوږونه خلاص کړي و. راځئ د عبدالجبار قهرمان دغه تاریخي کیسه دلته یو ځل بیا سره راپه زړه کړو.

۱۳۷۰ لمریز کال د وروستني کمونیست واکمن ډاکټر نجیب د حکومت لپاره خورا سخت او له ستونزو ډک کال و،ددې کال په پسرلي کې مجاهدینو د خوست ولایت ونیو او ورپسې یي د پکتیکا ولایت مرکز فتحه کړ،د کال په اوږدو کې د ګڼو ولایاتو مراکز دمجاهدینو لخوا داسې محاصره کړای شول چې حکومتي قواوو حتی د هوا له لارې هم ورته اکمالات نشوی کولای، په محصورو ولایتي مراکزو کې یو هم د زابل مرکز کلات و،چې په میاشتو میاشتو مجاهدینو محاصره ساتلی او نږدې و چې چارواکي یي له لوږې هلاک شي،د کلات د محاصرې ماتول خورا سخت کار و د کابل لخوا یي هیڅ امکان نه و نوځکه د کندهار لخوا د ملیشو قومندان جبارقهرمان ټټر وواهه چې زابل ته به قوه تیروي او اکمالات به رسوي.

د ۱۳۷۰ لمریز کال د مني سړې شپې وې، د ترنک ساړه بادونه تازه پیل شوي وو، هلته په عربي خلیج کې په کویټ باندې د امریکا او صدام جنګ روان و،چې په همدې ورځو کې د عبدالجبار قهرمان قوه چې په شاوخوا ۴۰۰ پوځي وسایطو او زرګونو وسلوالو مشتمله وه د کندهار لخوا د کلات په خوا روانه شوه.

د زابل او کندهار مجاهدین چې دغه مهال خورا ځواکمن وو دا یې د دښمن د ځبلو یو ښه فرصت باله نو ځکه خو د زابل د ګڼو جبهاتو په شمول د کندهار مجاهدین هم د الحاج ملا محمد رباني تر مشرۍ لاندې زابل ته لاړل او له شهرصفا بیا د کلات تر حدودو یي د زابل له مجاهدینو سره یوځای لویه لاره کمین بند کړه.

د جبار قوه چې له شهرصفا تیره شوه او د مجاهدینو د کمین ساحو ته ننوته له ټولو خواوو ورباندې بریدونه پیل شول،دا جګړه ښایي د افغانستان په جنوب کې د مجاهدینو تر ټولو پریکنده او بریالۍ جګړه وبلل شي چې په نتیجه کې یي د جبار ملیشه په مکمل ډول ختمه او ځب ځب شوه،د جګړې په ترڅ کې د رژیم ګڼې هغه څرخکې رانسکورې شوې چې غوښتل یي محصورو ملیشو ته اکمالات وکړي یا یي مهم افراد له سیمې وباسي په ویشتل شویو څرخکو سربیره د کندهار مجاهدینو یو څرخکه له پیلوټانو سره روغه ونیوله ، یوه مجاهد راته وویل چې نیول شوي څرخکه د طالبانو د وتلي قومندان شهید ملایارمحمد په لارښوونه ارغسان ته واړول شوه چې مجاهدینو ته د نښې په دود یي خپله لنګوټه ورپورې تړلې وه.

په جګړه کې د زابل د ډیری مجاهدینو مشري د شهید ملامدد د ورور عزیزخان فقیر په غاړه وه،دده یوه نږدې ملګري راته کیسه کوله چې کله د جلدک په ساحه کې د سرک په سر په جبارقهرمان جګړه سخته شوه، نو نوموړي د ځان د خلاصون لپاره له ګڼ شمیر عسکرو سره لوړې خوا ته حرکت وکړ،د جلدک سر ته د کرولې بند په سیمه کې د ملیشې کسان یو ځل بیا محاصره او خپله جبار قهرمان ټپي شو، په همدې سیمه کې جبار قهرمان خپله پوځي دریشي ایستلې او ساده کالي یي اغوستي و، له خپلو کسانو په پټه له یوه تن ملګري سره وتلی او په سیمه کې د دوتاڼیو کوچیانو کیږدیو ته ورغلی و،هغوی ته یي ملګري ویلي و چې دا د ملارباني اخند ملګری مجاهد دی چې له کندهار جهاد ته راغلی،دلته په جګړه کې ټپی شوی، وینه ترې روانه ده که تاسو یو بوده راکړی چې له سرک نه یي ورباندې واړوو او ډاکټر ته یي ورسوو، کوچیانو چې ددوی په خبره خطا شوي و یو خړه خره یي ورته په کته کړې او جبار قهرمان یې په څو لیمڅیو کې نغښتی و،جبار قهرمان چې خپل ملګري په خره سپور پاخه سرک ته رسولی و، همدلته یي له نورو سربازانو سره پیدا کړي و او شیبه وروسته ورته ځانګړې څرخکه راغله او په دې ډول کومندان تک تنها له جګړې ځان ویوست خو زرګونه عسکر یي د مجاهدینو رحم کرم ته تنها پریښودل.

دا جګړه چې د جبار قهرمان د ملیشو تقریبا ټول قوت په کې له منځه لاړ او له ۴۰۰ پوځي وسایطو یي یوازې ۳۰ تر ۳۵ بیرته کندهار ته په تیښته بریالي شول په وژل شویو عسکرو سربیره سلګونه کسان یي مجاهدینو ته ژوندي هم په لاس ورغلل چې بیا مجاهدینو دغه بندیان تر خپل منځ سره جلا کړل.

دغه بندیان چې اکثره یي جلبیان یا په زوره عسکري خدمت ته مجبور شوي کسان وو تقریبا ټولو مجاهدینو له څو ورځو ساتلو وروسته خوشي کړل، خوځینو مجاهدینو له دې جملې دزابل سلام راکیټي د ترنک د منګر کلي په کاریز او سپرغو کې خپله برخه بندیان چارماري او له منځه یووړل.

جبار قهرمان چې نن سبا په ټیلویزونونو کې بړ بړ غږیږي او غر په غرونو ولي همدغه یي د خپل پوځي ژوند تر ټولو مشهوره جګړه او تاریخ سازه کارنامه وه،چې خپل زرګونو عسکر یي د جګړې په میدان کې تنها او بې سرپرسته پریښودل او خپله د کوچیانو په خره سپور وتښتېد.

نن سبا د جبار قهرمان یو ځل بیا جګړې ته شوق شوی او له دوه خرواره خیټې سره غواړي چې د جګړې میدان ته لاړ شي، د اشرف غني حکومت چې دوستم پهلوان یي پوچ ختلی اوس یې تمه جبار قهرمان ته ده که چیرې یي کوم پوځي شهکار ورته ترلاسه کړ.

خو که د نوموړي تاریخ ته وګورو فکر نه کیږي چې نوموړی به د هلمند په هغو پیچلو ناوو او خونړیو کلیو کې وچلیږي چې تردې وړاندې یي د ناټو او امریکا لویې لښکرې له پراخو امکاناتو سره یوځای ډوبې کړې دي.

جبار قهرمان دا ځل د کلات په ځای هلمند ته قوه باسي راځې منتظر شو چې نوموړی له هلمنده په کوم ماډل خره راتښتي!؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عارف

د قهرمان ####هم ستاسې غوندې مجاهیلینو نه ښې دي
تاسې شرمیږي نه چې بیا مجاهد او کمونست یادوئ
په کوم مجاهد ویاړې په ګلبدین په سیاف په مسود په رباني په زرداد
د جهاد ویاړ یواځې د هغه اولس دی چې تر اوسه په ډوډي نه دی موړ شوی او په لوژه شپی ورځې تیروي
ستاسې مجاهلیینو له لاسه کمونستان خو تر تاسو سل واره شرف لري د کمونست نوم تاسې پرې ایښی خدای مو###

غوربندی

عارف صيب

تاسو د جهاد ويار که د عامو افغانانو يادوي نو بیا مو د پورته تعلیق مخاطب سوک دي?

دا ليکنه خو نه رباني کری، نه حکمتیار او نه خو د هغوي ستاينه پکي شوی ده، ما ته خلقي وشمه وشکاريدي

عبدالولی

ولا که دا ریښتیا وی نو داخو لوی شرم ده قهرمان صاحب ته.

الحاج استا ذ بیانزی

غوربندی صاحب السلام علیکم ! مه یی زوروه ، د هغه له بی مورده کنځلو ، توهین او بی مورده یادونو معلومیږی چه د لینن ،مصطفی کمال او پاچاخان د اکا زامنو له ډلی څخه دی ، کوم چه له حیواناتو هم ښکته دی ، الله ج ددی ډلو کسانو ته اسفل سافلین ویلی یعنی د الله ج تر ټولو مخلوقاتو ښکته مخلوق دی . سیاف ، حکمت یار ، ربانی او داسی نور چه د دوی ب کمونستی او نشنلستی غلامانو سره پرون جنګیدل نن د ټولو دجالانو مشر دجال ( نړیوال استعمار ) په یوه اخور داسی ودرول… نور لوستل »

izat khan

,,, mujaheddin means they were the cause for all of these problem

ولی

شرم وکه لینن او پاچاخان دی یو ځای سره کشیشودل، وځان ته دداسي خبرو او فتوا حق په کوم اساس ورکوۍ.ستاسي دجرمونو لست هم کم نده.

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x