نړۍ

عاصم باجوه: د چارسدې د بریدګرو سره افغاني سیم کارډونه موندل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، د سلواغي لومړۍ، ۱۳۹۴ ل): د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه د خیبرپښتونخوا په چارسده ښار کې پر باچا خان پوهنتون د برید په اړه ځیني معلومات د رسینو په واک کې ورکړل.

جنرال عاصم باجوه په خبري غونډه وویل چې پر باچا خان پوهنتون د بریدکوونکو په اړه یې کافي معلومات ترلاسه کړي، نوموړي وویل د بریدګرو څخه مو موبایل ټلیفونونه ترلاسه کړي او همدارنګه د هغوی د ګوتو نښانونه مو کتلي دي.

باجوه وویل چې د بریدکوونکو سره افغاني سیم کارډونه موندل شوي چې په اړه یې پلټني رواني دي، هغه همدارنګه وویل چې یوه بریدګر ته تر وژل کېدو وروسته هم زنګونه راروان وه.

د پوځ ویاند د پوره معلوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه او زیاته یې کړه چې د وخت په راتلو سره به ټول معلومات د رسنیو په واک کې ورکړل شي.

تېره ورځ چهارشنبه په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون سرتیرو بریدګرو برید وکړ، په برید کې شل تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول، د برید پر مهال په پوهنتون کې د نیشنل ګوند د مشر باچا خان په یاد کې مشاعره پلان شوي وه چې شاوخوا د ۶۰۰ میلمنو شرکت پکې متوقع وو.

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني پېښه په کلکو ټکو غندلي او اسوشیتډ پریس خبري اژانس ته یې په برید کې لاس لرل رد کړي دي.

تر اوسه کومي ډلي د برید مسؤلیت نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x