افغانستان

چارواکي: طالبان هڅه کوي چې کندوز يو ځل بيا سقوط کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، د سلواغې لومړۍ، ۱۳۹۴ ل): د ملي ځواکونو د لوی درستيز مرستيال وايي چې طالبان او دهغوی ملګري يو ځل بيا هڅه کوي چې کندوز د حکومت له واکه وباسي او په خپله ولکه کې يې واخلي.

د لوی درستيز مرستيال مراد علي مراد دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د کندوز ولايت د امنيتې وضعيت د ارزولو وروسته بېرته کابل ته راستون شو.

مراد علي مراد وويل چې د کندوز په ښار کې داسې ځينې خلک شته چې لاهم د طالبانو ملاتړ کوي او غواړي چې يو ځل بيا د کندوز ښار سقوط کړي اود دولت له واکه يې وباسي.

مراد زياته کړه چې دوی تر دې دمه په دې نه دي توانيدلي چې په ښار کې دننه د طالبانو ملاتړي وپيژني او ويې نيسي خو زیاته يې کړه چې د کندوز امنيه قومندانۍ ته يې دنده سپارلې ده تر څو هغه ښاريان ونيسي چې د طالبانو سره د ملګرتيا شک پرې کيږي.

د يادونې وړ ده چې نږدې درې مياشتې وړاندې طالبانو دکندوز ښار ونيوه او د څو ورځو له پاره يې په خپله ولکه کې وساته چې وروسته د طالبانو په وينا د جنګي تکتيک له مخې بېرته له ښار څخه ووتل.

دطالبانو په لاس د کندوز له سقوط وروسته د نظامي چارو پوهانو او يو شمېر دولتي چارواکو پر دولت نيوکې کړې وې چې د امنيت په ساتلو کې پاتې راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x