نظــر

په برکي برک کي رشتیاڅه تېرشول

 دژورنالیزم دبنسټیزوآرونوله مخي ترهرڅه ډیرباید  چي  یوخبریال  خپل  مسلک ته   ژمن پاته شي ،اوهمدې سپیڅلي  رسالت  اومسولیت ته په هیڅ وجه هم شاوانه  ړوي  اونه  هم دچادزراوزورپه وړاندي  له خپل مسلک سره خیانت وکړي !  .
زه دیوې نړیوالي رسنۍ سره چي پرپښتو،فارسي اوانګریزي سربیره په نورومهموژبوهم خپروني کوي دکارسابقه لرم  ،دخپل مسلک اصولواوترهرڅه ډیرله خپل ولس  سره شوي ظلم  اړیستلم چي  همدا  لاندي خبرانلاین رسینوته ولیږم  .

تیره شپه اونن(مارچ ۲۷مه )سهاردلوګرولایت له برکي برک ولسوالۍ څخه  ځایې سرچیني خبرراکړچي  په یاده شوې ولسوالۍ کي  دایساف اوملي اردوپه ګډوعملیاتوکي دوسله والوطالبانوترڅنګ  ګڼ شمېرولسي وګړي  وژل شوي دي .

دسرچیني په حواله یادشوي ګډعملیات  دهوایې ځواک په ملتیادبرکي برک ولسوالۍ دسجاوندپه سیمه کي دطالبانوپرمرکزترسره شوي ،طالبانودګډوځواکونوسره کلک مقاومت کړی  اوپه غبرګون کي یې ایساف دهوایې قوې څخه  په پراخه پیمانه کاراخیستی ،چي په ترڅ کي  یې دولسي وګړوډیرکورونه  بمبارشوي  دي .

په دغه پیښه کي ۳۵- ۴۰کسان وژل شوي چي ترنیمایې ډیریې دښځواوماشومانوپه ګډون ولسي وګړي اونوروسله وال طالبان دي  .

سرچینه دعیني شاهدانوله خولې  نقل کوي چي  څه کسان دبمبارله امله وژل شوي  اویوزیات شمېربیا بهرنیوپوځیانوله کورونوایستلي  چي ترعملیاتووروسته دځینومړي  په ګروندوکي موندل شوي اوګڼ  شمېرلااوس هم نادرکه دي ،په وژل شووخلګوکي دځینوکسانونسونه ،پوزي اوغوږنه  څیري شوي دي چي همدې کارخلګ ډیرزیات قهرولي دي  .

داچي  مطلوبي رسنۍ ولي همدې خبرته خبري پوښښ ورنه کړ،هغوی چي له رسنیوسره سروکارلري  ښه پوهیږي  چي دخبرنشردسیمه ییزوخبریالانوله خوښي اوواک څخه  څومره پورته کاردی  .

زمامسؤلیت همدومره وو،نورتاسي اودهمدې بوږنونکي خبرسره چلند .

په درنښت  نوراحمد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x