افغانستان

کاپيسا: د دوه وکيلانو د ساتونکو تر منځ جګړه شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، د سلواغې لومړۍ، ۱۳۹۴ ل): په کاپيسا ولايت کې د ولسي جرګې د دوو وکيلانو د ساتونکو ترمنځ جګړه شوې چې له امله يې دوه تنه ټپيان شوي دي.

د کاپيسا د والي وياند قيس قادري وايي چې د ولسي جرګې د دوو وکيلانو، ميرداد نجرابي او اقبال ساپي د ساتونکو تر منځ پرون مازديګر جګړه شوې چې له امله يې دوه تنه ټپيان شوي دي.

قادري وويل چې د جګړې لامل نه دی معلوم خو د دواړو وکيلانو دساتونکو ترمنځ لومړۍ لفظي او بيا فزيکي شخړه رامنځته شوه چې يو بل يې په لغتو، سوکانو او د ټوپک په کونداغونو وهلي چې د دواړو لوريو څخه دوه تنه ټپيان شوي دي.

بايد وويل شي چې تر دې وړاندې هم د ولسي جرګې د یادو وکیلانو تر منځ يو څه شخړې موجودې وې چې تېره ورځ يې ساتونکو پر يو بل ګوزارونه کړي دي.

د يادونې وړ ده چې پرون د ولسي جرګې ژمنۍ رخصتۍ وشوې چې ټول وکيلان خپلو کورونو ته تللي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x