افغانستان

تخار: طالبانو د درقد ولسوالۍ ځينې نورې سيمې هم ونيولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، د سلواغې لومړۍ، ۱۳۹۴ ل): د تخار ولايت امنيتي ځواکونو له طالبانو څخه د درقد ولسوالۍ د مرکز د بېرته نيولو په موخه  جګړه پيل کړې ده، خو طالبانو په دغه جګړه کې له دولتي ځواکونو څخه نورې سيمې هم نيولي دي.

د تخار امنيه قومندانۍ وياند سمونيار خليل اسير وايي چې تېره شپه په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښته شوې چې له امله يې يو تن پوليس وژل شوی او بل ټپي دی او درې تنو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

اسير وايي چې له دې جګړې وروسته طالبانو د يادې ولسوالۍ د قمګذر او قغنې سيمې چې د درقد ولسوالۍ له مرکز سره په ۸ کېلو مترۍ کې پرتې دي، هم نيولي دي.

خو د درقد ولسوالۍ اوسېدونکي بيا وايي چې طالبانو دتېرې شپې په جګړه کې ددې ولسوالۍ ډېرې سيمې نېولي دي.

د شير دل په نامه د درقد ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي ويلي چې طالبانو د تېرې شپې په جګړه کې د قمګذر، قغني، کلتوت، کل باغ، لاله ميدان، رستاق اباد، کشم اباد، او غلام خېل کلي نيولي دي.

شيردل وويل چې د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه شوې ده خو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات په لاس کې نه لري.

د تخار امنيه قومندان وايي چې ډېر ژر به په دغې ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل کړي او له لاسه وتلې سيمې به بېرته تر خپل کنترول لاندې راولي.

د يادونې وړ ده چې نږدې دوه مياشتې وړاندې طالبانو د درقد ولسوالۍ مرکز ونيو، خو د تېرې مياشتې په لومړيو کې دولتي چارواکو ادعا وکړه چې دغه ولسوالۍ يې له طالبانو څخه بېرته نېولې ده خو طالبانو دغه ادعا رد کړه.

د تازه جګړو په اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x