نړۍ

امريکا: لسګونو مسلمان کارکوونکو د لمانځه د قضا کېدو له امله دندې پرېيښې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغه، ۱، ۱۳۹۴ل): دامریکا د ویسکونسن ایالت دبریلیون ښار یوه شرکت کې لسګونه مسلمان کارکوونکي د لمانځه د قضا کېدو له امله له دندو تېر شوي.

په دې شرکت کې ۵۹ مسلمانو کارکونکو له دي امله دغه فابريکه پرېښې، چې د کارکولو په وخت کې د لمانځه د اداکولو لپاره ورته کافي وخت نه ورکول کیده.

دغه کارکونکی وایی په امریکا کې ټولي حکومتي او غیرحکومتي ادارې په دې مکلفې دي چې د کارګرو د مذهب، دین او عقیدي درناوی وکړي او خپلو کارکونکو ته اجازه او کافي وخت ورکړي، چې خپل عقیدوي عملونه سمه توګه ادا کړي.

د شرکت کارکونکي وایي کله چې د دې شرکت له لوري ورته شرائط وړاندي شوي وو، خو هغو کې دغه ټکي ته واضح اشاره شوې وه چې د شرکت ټول کارکونکي حق لري چې خپل دیني فرائض پخپل وخت ادا کړي.

احتجاج کونکي کارګر وايي داڅرګنده خبره ده چې مون\ږ له خپلو دندو سره مینه لرو او د شرکت له لوري راته سپارل شوي دندې په پوره ایمانداري او صداقت سره اجراکوو، خو عقیده بیا راته ډيره مهمه ده، که مو د کارکولو په صورت کي عقیدي ته معمولي زیان هم اوړي له دندي تېر يو.

دوی وايي؛ زمونږ کاراو ژوند به هغه وخت له برکت او فیض څخه ډک وي، کله چې د کارلوپه وخت کي خپلي عقیدي ته هم متوجه یو او خپل عقیدوي فرائض په ښه توګه او خپل معلوم وخت ترسره کړو.

د امريکا حکومت داسلامي اړيکو مسوول ښاغلی جیلاني حسین وايي دامریکا د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت په اصولنامه کي دا لیکل شوي چې د هر دین او مذهب پیروان حق لري چي د کار د ساعتونو په دوارن کي ورته کافي وخت ورکړل شي ترڅو خپل عقیدوي فرائض او واجبات په ښه توکه اجرا کړي.

باید وویل شي چي دې وروستیو کي د امریکا د راتلونکي ولسمشریزو ټاکنو د کمپائن په منډو ترړو کې د دغه هیواد د ولسمشرۍ لپاره توند لاری نوماند ډونال ټرمپ په خپلو ټاکنیزو کمپائنونوکي پر مسلمانانو باندي سختي نیوکې کوي، دامریکا له حکومت څخه یی په وار وار غوښتي چې امریکا ته د مسلمانانو پر راتګ دي بندیز ولګیږي.

په روانو ټاکنیزو منډو ترړو کې د مسلمانانو په خلاف دډونال ټرمپ چې پر اسلام دوښمنۍ مشهور دی، څرګندونې امریکا کي نور اسلام دښمنه او متعصب امریکان هم دې ته متوجه کړي ترڅو دغه هیواد کي د مسلمانانو په خلاف سخته ، تونده او له تعصب څخه ډکه رویه غوره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x