نظــر

د کفارو پلانونه – امریکاي اسلام – دوهمه برخه

د امریکایي اسلام دخپرولو پلان

د کتاب لیکواله د خپل کتاب په نهم مخ کې د نوي امریکایي اسلام د پیروانو د نقش د تقویه کولو لپاره یو منظم پلان وړاندې کوي او امریکایي حکومت ته د توصیې په شکل لیکي:

(…… د دې لپاره چې په اسلامي نړئ کې د ډیرې ډیموکراسۍ، ماډرنیزم، او معاصر نړیوال نظام سره دیوځای کیدو په خاطر یو مثبت بدلون رامنځته شي امریکا او غرب ته په کار ده چې په ټول جدیت او دقت سره په مسلمانانو کې هغه عناصر ولټوي چې اسلام (امریکایي اسلام) تقویه کیدل غواړي.

Book, Civil democrtic Islam Partners Resources and strategies.

او همدا راز په امریکا او ملګروئې لازمه ده چې د دغو عناصرو لپاره په دقت سره اهداف او ارزښتونه وټاکي، او پدې هم پوه شي چې د دغو عناصرو د کارله پرمختګ څخه کوم نتائج په لاس ورځي.

او کیداشي چې د دوئ د تقویې لپاره لاندې پروګرامونه په نظر کې ونیول شي:

۱ . د دغو عنا صرو لیکنې او مطبوعات باید چاپ او په ارزانه خپاره شي.

۲ . باید دغه ډلې او عناصر تشویق کړای شي چې د عامو خلکو او ځوانانو لپاره لیکنې وکړي.

۳ . د دوئ نظریات او افکار باید د حکومتي تعلیمي نصاب د دینیاتو په کتابونو کې ځای کړای شي.

۴ . هغوئ ته باید راډیوګانې، دله یزې رسنۍ، او د وینا منبرونه په اختیار کې ورکړای شي.

۵ . د اسلامي احکامو او مسایلو په اړباید د دوئ تعبیر او تفسیر په خلکو کې عام کړای شي، تر څو وکولای شي له هغو بنسټګرو سره رقابت وکړي چې مدرسې، معاهد او کتابخانې لري.
او د نظریاتو د خپرولو لپاره عصري الیکټرونیکي وسایل په کار اچوي.

۶ . (ماډرن) او (سیکولر) علماء باید په پراخه پیمانه خلکوته معرفي شي، تر څو د دوئ له لارې د قهریدلو مسلمانو ځونانو څپاند عاطف او احساسات ساړه کړای شي.

۷ . دغیر اسلامي تاریخ او فرهنګ د پوهې او کتابونو د خپرولو لپاره باید خپروونکي تشویق شي.
او د چاپ او خپرولو چاري ئې ورته آسانه شي. او هم باید دغه ډول معارف د اسلامي هیوادونو په تعلیمي نصاب او مطبوعاتو کې ځای پرځای کړای شي. په خاص ډول هغه تاریخ او معارف باید ډیر خپاره شي چې له اسلام څخه دمخه په اسلامي هیوادونو کې موجود ول.

۸. دمدني ټولنې په نامه دې د مستقلو تنظیمونو، ټولنو، او احزابو وه رامنځته کولو کې مرسته وکړای شي، تر څو د مدني ټولنې فرهنګ په خلکو کې خورشي. او هم دې دعامو خلکو لپاره د سیاسي اجرآتو دزده کړې او د بیان د آزادۍ فرصتونه برابر کړای شي.
Civil democratic Islam Partners Resources and strartegies Page 72.

د اسلام د غربي تعبیر لپاره په افغانستان کې د امریکا اقدامات

اول: د حقیقي اسلام د پلویانو (مجاهدینو) فکر او تصور دیو افراطي، بیګانه، تندلاري، او داسې یو فکر او تصور په حیث معرفي کول چې د تطبیق وړتیا نه لري. او دغه پر ځای له غرب څخه په راغلو نظریاتو،  د افغانانو په زړو رواجونو، اوله شریعت څخه د  منحرفو خلکو په خواهشاتو ټینګار کول، او هماغه د دین په حیث معرفي کول.

دوهم: راډیوګانو، تلویزونونو، او نورو رسنیو ته دهغو علماو رابلل چې دغرب د نظریې مطابق د اسلام تفسیر کوي، او اسلام ئې له استشراقي منابعوڅخه زده کړی وي.

دریم: د امریکایانو ګوډاګي رژیم لخوا په مرکز او ولایاتوکې د یرغلګرو په بودیجه دیني مدرسې جوړول، او په هغو کې د هغه دیني نصاب تدریسول چې د تعلیم او تربیې په وزارت کې د دیني تدریساتو د ریاست لپاره د امریکا یي مشاورینو تر نظارت لاندې جوړشوی دی.

څلورم: د افغانستان عدلي او قضائي سیستم چې تر ډیره حده په اسلام ولاړه و، اوس په هغه کې د ایټالیا د حقوقي اوقانوني ماهرینو له لوري د افغاني قاضیانو، څارموالانو، عدلي او حقوقي کارپوهانو روزل چې له تیرو اوو کلونو راهیسې په مسلسل ډول دغه پروسه په چټکۍ سره روانه ده، او په سلګونو میلیونونه ډالر د دې لپاره ورباندي مصرفیږي چې د افغانستان عدلي او قضائې نظام هم دهمغه اسلام مطابق عیار کړي چې د  Rand Corporation لخوائې د Civil democratic Islam
په نامه طرحه تیاره شوې ده. د-دې مقصد لپاره په تیرو اتوکلونو کې په افغانیستان کې د ایټالیا د سفارت له لوري د افغانستان د عدلي او قضایي سیستم دادارو دکار کوونکو قاضیانو، څارنوالانو، حقوق پوهانو، مدفع وکیلانو او نورو لپاره په لسګونه تعلیمي سمینارونه جوړ شول. له دغو سیمنارونو څخه فارغ شوو قاضیانو ته له حکومتي تنخواه څخه علاوه هر میاشت د ایټالیا د هیوادو لخوا دهغوئ د رتبو او فعالیت په تناسب په سلګونو ډالره نور معاش هم ورکول کیږي، تر څو د عدلي او قضائي سیستم د غربي کولو د پروسې په وړاندې حساسیت ونه ښئي.

پنځم: په افغانستان کې دمصر دالازه د سیکولر پوهنتون د څانګې پرانستل:

امریکا پدې پوهیږي چې تر څو پورې افغانان له خپلو مخلصو علماو څخه په مسجد ، محراب او مدرسه کې دین زده کوي تر هغه پورې به په افغانستان کې خلک حقیقي اسلام د دین په حیث مني. اوله هغه څخه د دفاع پخاطر به په ملیونونو ک-کرۍ هم قربانۍ ته وړاندې کوي، لکه چې په تیرو څلویښتو کلونود کې ولیدل شول. نو باید امریکایان د افغاني مخلصو علماو او دهغوئ د مدارسو پر ځای افغانانو ته داسې نوي او غرب پلوي علماء چی په امریکایي اسلام روزل شوي وي له بل ځایه راوارد کړي. او دغه ډیموکراټ علماء باید له داسې یو هیواد څخه را وارد کړي چې هم دغرب لپاره کار وکړي، اوهم یو څه دیني او علمي وجاهت ولري، چې دغه صفات په اوسني ازهر، او ازهري علماو کې لیدل کیږي، له همدې امله د کابل ګوډاګۍ ادارې له مصر څخه چې په عربي نړۍ کې د اسرائیلو او امریکا تر ټولو لوی حلیف دی په کابل کې د ازهر د پوهنتون د یوي څانګې د پرانستلو غوښتنه وکړه چې ومنله شوه.

یو خبره د یادولو وړه ده چې ازهر پخوا د حقیقي اسلام د زدړه کړې مرکز، داسلام یوه ستره کلا، اوله الله (ج) څخه د ویردونکو علماو د روزنې ځای وو. خو اوس ازهر د مصر د سیکولر حکومت یوه سیکولر تعلیمي موسسه ده چې یو مسخ شوی اسلام تقدیموي.

د ازهر اوسني مدرسین داسی خلک دي چې ږیرې ئې خرییلې وي، سګرټ څکوي، تدین ئې کمزوری وي، هر څه چې حکومت ورته وایې هماغه تدریسوي. په نږدې ماضی کې چې څومره ازهریان جمهور رئیسان او یا وزیران او دلوړو رتبو خاوندان شوي دي ټولو ئې ښه تاریخ نه دی پرې ایښی. دمثال په ډول په اندونیزیا کې عبدالرحمن وحید، په مالدیف کې مامون عبدالقیوم، په افغانستان کې ربانی او مجد دي، د رئیسانو په حیث، او سیاف د یو تنظیم د مشر په حیث، او اوس د سترې محکمې رئیس عبدالسلام عظیمي هم یو سیکولر ازهری عالم دی.

په اوسنیو ازهریانو کې د ټولې اسلامي نړۍ په سطحه یوه مشترکه نظریه موجوده ده، او هغه دا چې د غرب په خلاف هر ډول مسلح جد او جهد باید جهاد ونه بللی شي، هغه ته باید تروریزم، افراطی توب، او خارجیت وویلی شي، باید دهغه مخالفت وشي، او ځوانان ورڅخه واړول شي، چې همداغه دغرب هدفونه دی. تر اوسه پوري ډیر لږ معاصر ازهریان داسې لیدل شوي چې د اسلام او جهاد په اړه ئې ښه مواقف لرلي وي.

امریکا اوس په افغانستان کې د ازهر د پوهنتون د څانګې له لارې د امریکایی (سیکولر اسلام) علماء روزل غواړي، تر څو په مستقبل کې د دغه ډول (امریکایي اسلام) لپاره کار او دعوت وکړي، اوهم په سیمه کی د رښتنیو او مخلصو مسلمانو علماو په مقابل کې یوه داخلي جبهه پرانیزي

شپږم: شپږمه ماده ټولنې ته د ډیموکراتو علماو د معرفي توصیه کوي چې په افغانستان کې پدې ډول عملي شوې ده.

امریکایانو له خپل یرغل وروسته ټول حق پالوني علماء په یوه او بل نامه تر تعقیب او مجازات لاندې ونیول. ځینې ئې بندیان کړل، او ځینې ځې شهیدان کړل:

او ځینې ځې نور ئې دهیواد پریښدلو او یا د خولې بندولو ته اړ کړل، تر څو پدې ډول منبر او محراب، مکتب، او مدرسه له هغو علماو څخه خالي کړي چې د (امریکایې اسلام) د خوریدو مخینوی کوي.

او په عین وخت کې ئې دغه تشه په هغو علماو او پوهانو ډکه کړه چې له امریکا او غرب څخه متاثره دي، ډیموکراسۍ مني، او ډیموکراسي په چوکاټ کې هغومره دیني فعالیت کوي چې ډیموکراسي ورته اجازه ورکوي. او د دي لپاره چې د دیموکراسۍ دافادیت او دبیان د آزادۍ حق ئې ادا کړي وی، کله ناکله د حکومت په ځینو اقداماتو نقد هم کوي، چې پدی کار سره دوه هدفه ترلاسه کول غواړي.

یو دا چې عامو خلکو تر څنګ په خپل شتون د هغه تور مخ هم ورسپین کړي، او خلکو ته دا وښيي چې امریکایان له علماو سره هیڅ دښمني نه لري. او که څوک غواړي د اسلام لپاره کار وکړي، نو رادې شي د دوئ په څیر دې د ډیموکراسۍ  په قالب کې دین ته خدمت وکړي.

امریکایانو دغو غرب لوو ملایانو او استاذانو ته د شهرت د ترلاسه کولو لپاره نشراتو اجازه هم ورکړې ده.

په مرکز او ولایاتو کې ئې دمراکزو د جوړولو، او دهیواد په پوهنتونونو کې د محصلینو او استاذانو په منځ کې دعلي فعالیت جواز هم ورکړی دی. د دغې اجازې په بدل کې دغه تش په نامه مسلماناند امریکا له لوري جوړ شوي ګوداګي حکومت ته لاندې خدمات تر سره کوي.
اوله برخه
http://nunn.asia/index.php/afghanistan/articles/6272

————-

تالیف

مولوي عبدلهادي مجاهد.

لیکوال ابراهیم ال-افغانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x