کابل؛ د امريکا د سفارت ودانۍ

کابل کې د امريکا سفارت خپلو اتباعو ته د احتیاط امر کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې، ۱، ۱۳۹۴ل): افغانستان کې د امريکا سفارت امريکا اتباعو ته امر کړی چې د کابل ښار د دوی لپاره خوندي نه دی او باید له احتیاطه کار واخلي.

د امريکا له سفارته خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې په کابل کې نظامي او غیر نظامي امريکايان باید په مېلمستونونو او هوټلونو کې له ګرځېدو ډډه وکړي.

د سفارت خبرپاڼه زياتوي چې دوی داسې معلومات تر لاسه کړي چې په روانه میلادي میاشت کې به دا ښار د خونړیو بريدونو شاهد وي.

د دوی د معلوماتو له مخې طالبانو د کابل ښار په زړه «شهر نو» کې پر هغو هوټلونو د بريد پلان جوړ کړی چې امريکايي اتباع ورسره اړیکي لري.

د امريکا سفارت وروسته له هغه د کابل د امنیتي وضعیت په اړه خپلو اتباعو ته د جدي احتیاط امر کوي چې تېره ورځ هم کابل د یوې خونړۍ چاودنې شاهد و.

په دې چاودنه کې چې د یو خصوصي تلویزون ۷ تنه ووژل شول او ۲۵ نور ټپیان شول، د کابل ښار په دارالامان سیمه کې وشوه.

ياده دې وي تر دې وړاندې هم د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د بهرنیانو د موټرو کتار د سرتېري بريدګر هدف وګرځيد چې درنه مرګ ـ ژوبله يې ور واړوله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د